په سومالیا کې د امریکا پوځ په هوایي برید کې د الشباب ۱۲ وسله وال وژل شوي

د الشباب ډله ځان د القاعده شبکې پورې تړي او د څو کالونو راپدیخوا د سومالیې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۱۲ (سلواغې۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سومالیا د فدرالي حکومت په غوښتنې یې د "ټولیزې ځان دفاع" لپاره په هوایي برید کې د الشباب د وسله والې ډلې ۱۲ غړي وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا هوایي برید د روانې فبروري میاشتې په لسمه د پایتخت موګادیشو څخه ۴۷۲ کیلو متره شمال ختیځ خوا کې د هوبیو په ښارګوټي کې شوی.

سره لدې چې د امریکا د پوځ په اعلامیې کې په ځانګړې توګه د هغه ځای نوم ندی یاد شوی چې دا عملیات پکې شوي خو د سومالیا حکومت بیا ویلي چې دا عملیات د جمعې په ورځ د ګالمودوګ ایالت د دونلایي په نامه سیمه کې شوي او د الشباب د ۱۱۷ غړیو د وژل کیدو ادعا یې کړې.

د سومالیا د ملي پوځ د پیاده ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد تحلیل بیهي ویلي چې دا هوایي برید د الشباب د وسله والو په مورچو پداسې حال کې شوی چې د سومالیې د حکومتي ځواکونو او د دې وسله والو تر منځ جګړه روانه وه.

په عین حال کې د امریکا پوځ ویلي چې پدې عملیاتو کې ملیکانو ته هیڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې عملیاتو د نتیجې په هکله لا هم ارزیابۍ روانې دي او نور معلومات به وروسته شریک شي.

د امریکا پوځ همدرانګه ویلي چې د هغو پوځي واحدونو په هکله چې پدې عملیاتو کې یې برخه درلود، معلومات د امنیتي دلایلو له کبله شریک نشي. دا په روان میلادي کال کې دریم هوایي برید دی چې امریکایي ځواکونه یې په سومالیا کې د الشباب په وسله والو کوي.

لومړی برید چې د جنوري د میاشتې په ۲۰ مې شوی و، د الشباب ۳۰ او دویم یې د هماغې میاشتې په ۲۳ مې شوی او د ۲ وسله وال پکې وژل شوي و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.