د لاس رسي وړ اتصالات

د موګادیشو ښاروالۍ محاصره د ۶ جنګیالیو تر وژل کیدو وروسته پای ته ورسیده


په برید کې د الشباب شپږ وسله وال وژل شوي.
په برید کې د الشباب شپږ وسله وال وژل شوي.

د سومالیې حکومت وايي په پایتخت موګادیشو کې په یوې ودانۍ کې چې د ښاروال دفتر او نورې حکومتي ادارې پکې دي، د الشباب د وسله والو پنځه ساعته کلا بندي پای ته رسولې او شپږ واړه جنګیالي یې وژلي دي.

د سومالیې د اطلاعاتو، کلتور او سیاحت وزارت ویلي چې د یکشنبې د ورځې دې برید کې د الشباب د شپږو جنګیالیو تر څنګ پنځه ملکي وګړي هم وژل شوي او څلور نور ټپي شویدي.

حکومت ویلي چې د الشباب جنګیالي دې ودانۍ ته پلي راغلل او د حکومتي سرتیرو نظامي دریشۍ یې پر تن وې. حکومت ویلي چې لومړی چاودنه وشوه او وروسته جنګیالیو په ودانۍ ډزې پیل کړلې.

د موګادیشو د ښاروال مرستیال ایسي ګوري امریکا غږ ته ویلي چې د برید پر وخت تر ښاروال پرته د سیمه ایز حکومت ټول مامورین په ودانۍ کې دننه و خو دا چې حکومتي سرتیري په سیمه کې و، د زیاتې مرګ ژوبلې مخه ونیول شوه.

د الشباب وسله والې ډلې په ټیلګرام کې د دې برید د کولو ادعا کړې او د حکومتي چارواکو، سرتیرو او افسرانو په ګډون د ۳۴ کسانو د وژلو ادعا یې کړي خو د هغوي دا ادعا په خپلواکه توګه تائید شوې نده.

دا لومړی ځل ندی چې د الشباب وسله وال د موګادیشو په ښاروالۍ برید کوي. دې ډلې په ۲۰۱۹ کال کې هم دې ودانۍ ته یوه ځانمرګې برید کوونکې رالیږلې وه چې پخوانی ښاروال عابد رحمان عمر عثمان پکې ټپي شوی و.

د موګادیشو د ښاروالي په ودانۍ دا برید داسې مهال کیږي چې په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي د سومالیا په مرکزې برخې کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د الشباب د وسله والې ډلې تقریباً ۳۰ جنګیالي وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې برید پداسې ځای کې شوی چې د سومالیا د پوځ او الشباب وسله والو تر منځ سختې نښتې پکې شوي.

د امریکا پوځ دا عملیات "د خپل ځان ټولیزه دفاع" بللې او ویلي چې دا عملیات د پایتخت موګادیشو څخه تقریباً ۲۶۰ کیلو مټره لیرې شمال خوا ته پداسې ځای کې وشول چې د الشباب څه باندې ۱۰۰ وسله والو د سومالې په ملي امنیتي ځواکونو برید کړی و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

XS
SM
MD
LG