د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې د امریکا په هوایي برید کې د الشباب ۳۰ جنګیالي وژل شوي


د امریکا پوځ ویلي چې په هوایي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د امریکا پوځ ویلي چې په هوایي برید کې ملکیانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي د سومالیا په مرکزې برخې کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د الشباب د وسله والې ډلې تقریباً ۳۰ جنګیالي وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې برید پداسې ځای کې شوی چې د سومالیا د پوځ او الشباب وسله والو تر منځ سختې نښتې پکې شوي.

د امریکا پوځ دا عملیات "د خپل ځان ټولیزه دفاع" بللې او ویلي چې دا عملیات د پایتخت موګادیشو څخه تقریباً ۲۶۰ کیلو مټره لیرې شمال خوا ته پداسې ځای کې وشول چې د الشباب څه باندې ۱۰۰ وسله والو د سومالې په ملي امنیتي ځواکونو برید کړی و.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې هوایي برید کې هیڅ کوم ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نده اوښتې او دا چې په برید کې د الشباب ۳ موټر هم تبا شوي.

برید د ګالکاد په ښار ګوټي کې شوی.

د الشباب وسله والو د امریکا د هوایي برید څخه وړاندې پدې سیمې کې د سومالیا د پوځ په اډې برید کړی و او لږ تر لږه ۷ سر تیري یې وژلي و.

د سومالیا حکومت ویلي چې وسله والو په نظامي اډې لومړی د موټر بم چولی و او وروسته یې ډزې هم کولې خو د هوایي برید له کبله د هغوي برید په شا وتمبول شو.

د دې هیواد د اطلاعاتو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د الشباب د وسله والو په برید کې د دې ډلې څه باندې سل غړي د سرتیرو لخوا وژل شوي او پنځه موټر یې له منځه تللي چې وسلې پکې نصب شوې وې.

متحده ایالاتو پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله په سومالیا کې د دې هیواد د پوځ او حکومت په ملاتړ د الشباب د وسله والو ډلو په مرکزونو هوایي بمبارۍ کړیدي.

متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په حکومت کې د سومالیا څخه خپلی ډیری سرتیري وایستل خو اوسنیي جمهور رئیس جو بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې یو ځل بیا د دفاع وزرات یا پنټاګان په غوښتنې سومالیې ته د امریکایي ځواکونو د شمیر ډیروالی منظور کړ.

ښاغلي بایډن په سومالیې کې میشتو امریکايي ځواکونو ته دا صلاحیت هم ورکړ چې د الشباب په وسله والو هوایي بریدونه کولی شي. تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې په هغه صورت کې هوایي بریدونه کول کله چې ملګري ځواکونو د کوم ژر پیښیدونکي خطر سره مخ و.

په سومالیا کې د متحده ایالاتو د ځواکونو کره شمیره نده معلومه خو ویل کیږي چې د ۵۰۰ په شاوخوا کې به وي چې د هغه هیواد پوځ روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او په هوایي عملیاتو کې ورسره مرسته کوي.

د الشباب وسله واله ډله چې ځان د القاعده شبکې پورې تړلې بولي، د څه باندې پنځلسو کالونو راپدیخوا د سومالیا د حکومتي او پدې هېواد کې د افریقايي ټولنې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو سره په جګړو اخته دي. دې وسله والو نه یوازې دننه په سومالیا بلکې په کینیا کې هم ترهګریز بریدونه کړي.

د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې دا وسله واله ډله په سومالیا کې د پنځو نه تر ۱۰ زرو پورې غړي لري او غواړي چې پدې هیواد کې افراطي اسلامي نظام نافذ کړي.

XS
SM
MD
LG