د ایران په اهواز ښار کې وسله والو کسانو پر یو پوځي پوځي رسم گذشت برید کړی چې د رپوټونو له مخې ٢٥ کسان په کې وژل شوي او څه دپاسه ٥٣ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د خوزستان ولایت د اهواز ښار ددغه برید مسولیت د داعش ډلې منلی دی. د ایران دولتي رسنۍ لا دمخه ویلي وو چې ښایي دا به د "اسلامي دولت" د ډلې کار وي.
خو د ایران د پوځ یو ویاند ابوالفضل شکرچي ویلي چې د اهواز پر پوځي رسم گذشت باندې بریدگر د دوو عربي هیوادونو له خوا روزل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو او اسرائیل سره ارتباط لري.
ښاغلي شکرچي همداشان ویلي دي چې "دغه ترهگر د داعش ډلې او یا نورو ډلو پورې مربوط نه وو چې د اسلامي سیستم پر وړاندې جنگیږي، بلکه هغوی د امریکا او موساد [د اسرائیل استخباراتي سازمان] پورې مربوط وو."
ایراني چارواکو ویلي دي چې دوه بریدگر د امنیتي قواو له لورې وژل شوي دي، خو نورو چارواکو ویلي دي چې دوه تنه ددې پیښې په تړاو نیول شوي هم دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا رپوټ ورکړی چې د وژل شویو کسانو نیمایي برخه د ایران د سپاه پاسداران له قواو څخه دي. دا د ایران په سپاه پاسداران باندې تر ټولو ستر برید گڼل کیږي.
د رویترز اژانس د ایراني مقاماتو له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې ددغه رسم گذشت لیدلو ته راغلي وو هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي.
د سپاه پاسداران لوړپوړو مقاماتو ویلي چې پر دوی باندې برید ښیي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش وسله وال لا هم په عراق او سوریه کې فعال دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي دي چې سیمه ییزې ډلې او د هغوی بهرني ملاتړي د اهواز د برید تر شا دي.
ښاغلي ظریف په یو ټویټري پیغام کې لیکلي "هغه ترهگر چې د بهرنیو رژیمونو له لورې گمارل کیږي، روزل کیږي، په وسلو سمبال او تمویلیږي، ددې حملې تر شا دي".
Terrorists recruited, trained, armed & paid by a foreign regime have attacked Ahvaz. Children and journos among casualties. Iran holds regional terror sponsors and their US masters accountable for such attacks. Iran will respond swiftly and decisively in defense of Iranian lives. pic.twitter.com/WG1J1wgVD9
— Javad Zarif (@JZarif) September 22, 2018
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، ددې پیښې په غبرگون کې دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې مسکو تیار دی چې د ترهگرو ډلو پر ضد خپلې هڅې گړندۍ کړي.
ددې پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې ندی منلی خو د ٢٠١٧ کال د جون په اومه وسله والو کسانو په تهران کې د ایران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبرې دوه ځانگړي بریدونه کړي وو چې هغه د سني سخت دریځو کار گڼل شوی و.
د شیعه مذهبو پر مشرۍ د ایران حکومت چې په پراخه توگه د عراق او سوریې په جگړو کې ښکیل دی د داعش ډلې پر ضد جنگیږي چې اکثریت یې سني مذهبه دي.
د امریکا د متحده ایالاتو په گډون غربي هیوادونه ایران پدې تورنوي چې د عراق، سوریې، یمن او لبنان په گډون په سیمه کې د شیعه سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.