دوه پاکستاني سرتېري په یوې چاودنې کې ووژل شول

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوې

د بلوچستان ایالت د هرنايي په سیمه کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې دوه پاکستاني عسکر وژلي دي.

چارواکي وایي د اف سي ځواکونو د هرنايي د خوست په سیمه کې له یو خوړ څخه په یو موټر کې اوبه وړلې چې ماین پرې وچاودېده.

د امریکا غږ ډیوې راډیو ته ځینو امنیتي سرچینو ویلي دي چې له چاودنې وروسته سیمې ته ګڼ امنیتي ځواکونه رسېدلي دي او شاوخوا سیمه يې محاصره کړې ده. چاودنه د پنجشنبې په ورځ (جون۶) شوې ده.

تر دې دمه د دغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې، مګر تر دې مخکې د بلوچستان په ایالت کې د دا ډول بریدونو مسولیت د بلوڅ بیلتون غوښتونکو منلی و.

په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوي دي. څه موده مخکې د کوټې د سټلایټ په ټاون کې د پولیسو پر یو موټر هم برید وشو چې څلور تنه يې ووژل او نهه یې ژوبل کړل.

ددغه پېښې نه دوه ورځې وړاندې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې په یو هوټل باندې هم برید وشو چې پنځه کسان په کې ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول. درې بریدګر هم ووژل شول.