د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لاهور ښار کې چاودنې ۹ تنه وژلي


د پاکستان د پنجاب ایالت په ستر ښار لاهور کې د «اتا» په نوم مشهور دربار ته نژدې چاودنې ۹ تنه وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه د چهارشنبې په سهار د یاد زیارت د پولیسو پر امنیتي پوستې باندې رامنځته شوې ده.

د لاهور د پولیسو مرستیال اشفق خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، د چاودنې هدف پولیس و.

هغه ویلي:"د برید لومړنی هدف پولیس و، په دغه چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان شوي دي."

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د مرګ ژوبلې شمېره کېداسي لوړه شي.

په لاهور کې د بېړنیو مرستو ادارې ویاند محمد فارق هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پېښې له ځایه ۱۵ ټپيان روغتون ته انتقال شوي چې د ۸ تنو روغتیايي حالت نازک و.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په لاهور ښار کې دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې نن په پاکستان کې د دروژې دوهمه ورځ ده.

XS
SM
MD
LG