د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان د گوادر ښار په یو هوټل ډله ایز برید کې پنځه تنه وژل شوي


د گوادر ښار پنځه ستوري هوټل چې وسله وال برید پرې شوی دی
د گوادر ښار پنځه ستوري هوټل چې وسله وال برید پرې شوی دی

د پاکستان د بلوچستان ایالت په گوادر ښار کې پر پنځه ستوري هوټل "پیرل کانټینینټل" باندې د تیرې شپې برید پای ته رسیدلی او نن یکشنبې (می ١٢) امنیتي مقاماتو تصفیوي عملیات کړي دي.

د گوادر د پولیسو مشر منیر احمد ضیا وایي په برید کې پنځه ملکي وگړي او څلور ترهگر وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه اعلامیه کې دا یو تروریستي حمله بللې ده.

ددې هوټل اکثریت میلمانه بهرنیان دي. د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یوې ډلې چې د بلوڅانو د آزادۍ پوځ نومیږي، د دې برید د کولو ادعا کړیده. دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پدې هوټل یې ځکه برید کړی چې د چین او بهرنیو هیوادونو پانګه وال پکې اوسیدل.

دا برید د شنبې په ماښام (مۍ۱۱) وشو، له برید وروسته ددې ایالت امنیتي مقاماتو وویل چې پدغه هوټل کې اکثریت میلمانه د برید له ځایه ژغورل شوي دي.

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې وسله وال د هوټل اول منزل ته ننوتي وو.

د عرب بحیرې په غاړه د گوادر بندري ښار یوه څنډه
د عرب بحیرې په غاړه د گوادر بندري ښار یوه څنډه

د گوادر ښار بندر د چین په مرسته په عصري توگه رغول کیږي چې سترې تجارتي بېړۍ وکړای شي پدې بندر کې لنگر واچوي.

XS
SM
MD
LG