په پاکستان کې چارواکي وايي دوو ځانمرګو بریدګرو خپل د چاودېدونکو توکو ډک موټرونه نن سه شنبه مارچ څلورمه (کب۱۴) د پاکستان د پوځ له یو مرکز سره الوځولي دي.
د خیبرپښتونخوا په ایالت کې يو پولیس چارواکي وویل: «دوو ځانمرګو خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټرونه په بنو کې د یوې پوځې قطعې له دروازې سره جنګولي چې لوړې چاودنې یې رامنځ ته کړي دي.»
دغه پولیس چارواکي، چې نه غواړم نوم یې په راپور کې ولیکل شي، فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې له برید وروسته یو شمېر بریدګرو په دغې پوځي قطعې باندې برید پیل کړ.
د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له برید وروسته د دغه مرکز یو دیوال نړېدلی او «پنځو شپږو بریدګرو هڅه وکړه چې مرکز ته داخل شي، خو وژل شوي» دي.
د راپورونو په اساس، په دغې پوځي قطعې کې د پاکستان د پوځ استوګنځای او دفترونه دي.
د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سیمې کې یې عملیات پیل کړي، خو د برید له کبله یې د تلفاتو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
په بنو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ فعال بلل کېږي. د پاکستاني طالبانو سره یو تړلې الفرسان ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوی کړی او«لسګونه امنیتي منسوبین» یې وژلي دي.
په بنو کې دا برید له روژه ماتې وروسته شوی دی. د روژې له پیل راهېسې دا په پاکستان کې د اورپکو درېیم برید دی. تېره ورځ په بلوچستان کې یوې ښځې د پاکستان په پوځیانو ځانمرګی برید وکړ.
د تېرکال د نومبر په میاشت کې په بنو کې د پاکستان د پوځ په یو مرکز باندې په برید کې د چارواکو په وینا ۱۲ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.
په دغه راپور کې د اسوشیتدپرس او فرانس پرس اژانسونو له معلوماتو څخه استفاده شوې.