د پاکستان یو لوړپوړي پوځي او استخباراتي چارواکي د شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۷) وویل چې د دې هېواد په شمال لویدیځ میرانشاه ښار کې د ټل پر کلا د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه څلور عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان دغه پوځي او استخباراتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل تازه برید په هغې سیمې کې چې کابو لس کیلیومتره د ډيورنډ له کرښې سره په واټن کې دی په سیمهییز وخت د سهار په لسو بجو شوی دی.
هغه د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "له ۲۴ زیاتو تندلارو وسلهوالو کسانو د درنو وسلو برید پیل کړ."
د پاکستان د استخباراتو دغه چارواکي زیاته کړه لومړني راپورونه ښيي چې په دې برید کې یو افسر او څلور سرتیري وژل شوي دي او د دواړو خواو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري.
هغه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: "داسې اندېښنې شته چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي."
اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور په اساس په ۲۰۲۴ کال کې په ټول پاکستان کې د وسلهوالو په بریدونو کې د غیرنظامیانو په ګډون ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
د ناامنیو دا پیښې تر ډېره د پاکستان په لویدیځو سیمو کې چې له افغانستان او ایران سره نږدې پرتې دي کېږي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په دې برید کې څلور پوځي افسران او شپږ تنه وسلهوال بریدګر وژل شوي دي. تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.
له دې وړاندې بیلتونپاله تندلارو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پر یوې لویې لارې د دې هېواد د پوځیانو پر کاروان باندې د برید مسولیت منلی و. په دې برید کې ۱۸ پاکستاني عسکر وژل شوي و.
همداشان پاکستاني طالبانو د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د ډيورنډ کرښې ته نږدې د دې هېواد د پوځیانو پر یو مرکز د برید مسولیت منلی و چې په کې ۱۶ عسکر وژل شوي و.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د اورپکو د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی. د ډیرو دغو بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتونپالو اچول کیږي.
پاکستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ډله چې د "تحریک طالبان پاکستان" په نوم پيژندل کیږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې بریدونه کوي.
افغان طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د چا په خلاف د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.
خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې چې تېره اونۍ خپور شو، په کابل کې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته "لوجیستکي، عملیاتي او مالي ملاتړ" برابروي.
فورم \ دبحث خونه