امریکا جرمني ته: د ایران د نغدو پیسو د ایستلو مخه ونیسئ

ایران غواړي د جرمني بانکي حسابونو څخه په نغدي توگه ٣٠٠ میلیونه یورو وباسي

په جرمني کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر پر برلین غږ کړی چې په جرمني بانکونو کې د ایراني حسابونو څخه د زیاتو نغدو پیسو د ایستلو مخه ونیسي.

دا پداسې حال کې دي چې د ایران مرستیال جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ تائیده کړه چې د امریکا بندیزونه به د ایران اقتصاد ته تاوان ورسوي، خو ژمنه یې وکړه چې هیواد به یې "څومره چې کولای شي هومره تیل خرڅ کړي" چې خپل بانکونه وژغوري.

په برلین کې د امریکا سفیر ریچارد گرنیل د جرمني بیلډ ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا حکومت د تهران د هغه پلان په اړه اندیښمنه ده چې غواړي په سلگونو میلیونه یورو نغدې پیسې ایران ته ولیږي.

امریکا دا غوښتنه پدې خاطر کړې چې د ایران د اټومي تړون څخه له وتلو وروسته پر تهران باندې د متحده ایالاتو له خوا لگول شوي مالي بندیزونه ښه اثر وکړي.

د جرمني د مالیې وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ( جولاۍ ۹) ویلي وو چې جرمني مقامات د ایران په غوښتنه غور کوي، خو د ښاغلي گرنیل په څرگندونو باندې تر اوسه جرمني مقاماتو تبصره نده کړې.

د بیلډ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې جرمني مقامات د ایران په غوښتنه غور کوي چې غواړي د جرمني بانکي حسابونو څخه په نغدي توگه ٣٠٠ میلیونه یورو وباسي.

د فارس نیوز اژانس د رپوټ له مخې د ایران مرستیال جمهور رئیس اسحق جهانگیري وایي چې واشنگټن هڅه کوي د ایران د پتروشیمي، فولادو او میسو د صادراتو مخنیوی وکړي. ښاغلی جهانگیري زیاتوي چې "امریکا غواړي د ایران د تیلو د خرڅلاوه کچه صفر کړي چې زمونږ د عاید حیاتي او عمده برخه ده."

ښاغلی جهانگیري وایي "دا به یوه اشتباه وي چې فکر وشي چې د ایران په ضد د امریکا اقتصادي جگړه به کوم اثر ونلري" او زیاتوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت او مرکزي بانک په اقداماتو پیل کړی چې "د امریکا د بندیزونو سره سره بانکي راکړې ورکړې جاري وساتي".

د اسعارو د تبادلې په مارکیټونو کې د ډالرو په وړاندې د ایراني ریال لویدلو په ایران کې پراخې اندېښې پارولي دي. ریال د ډالرو په وړاندې ۴۰سلنه لویدلی دی او ایران د خپلو مالي بازارونو د ثبات لپاره بهرنیو اسعارو ته اړتیا لري. د رویټرز د خبري اژانس په راپور افغانان چې د خپل هېواد اقتصاد يې ‌پر امریکايي ډالرو ولاړ دی، د ورځې شاوخوا درې میلیونه ډالر په ناقانونه ډول ایران ته وړي.

د ایران او د لویدیځې نړۍ ترمنځ د ٢٠١٥ کال د اټومي تړون نه د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له وتلو وروسته پر تهران باندې نور اقتصادي بندیزونه ولگول. خو د جرمني په گډون اروپایي هیوادونو ویلي چې له تړون نه نه وځي او دوی به د ایران سره خپلې سوداگرۍ ته دوام ورکړي.