چارواکي: امریکا اوکراین ته استخباراتي معلومات برابروي

امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) وویل چې واشنګټن د روسیې د یرغل په وړاندې د مبارزې په هدف اوکراین ته په موقع استخباراتي معلومات مهیا کوي.

خو رویټرز خبري آژانس د یوه امریکایي قانون جوړونکي له قوله ویلي دي چې په دې استخباراتي معلوماتو کې د هدف نیونې دقیق معلومات ندي شامل.

مریکایي مقاماتو ویلي دي روسیي ځواکونه د اوکرایني پوځيانو په مقاومت حیران شوي، هغه ځواکونه چې پر روسي کاروانونو او عساکرو بریدونه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د پنجشنبې په ورځ مارچ دریمه خبریالانو ته وویل:"موږ په دوام دار ډول استخباراتي معلومات شریک کوو چې پکې داسې اطلاعات هم شامل دي چې اوکراینیان کولی شي د روسیې د یرغل په وړاندې د خپل نظامي ځواب په تنظیمیدو کې استفاده ورڅخه وکړي."

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه اته ورځې تیریږي، خو مسکو تر اوسه ندی توانیدلی چې د هغه هیواد کوم لوی ښار ونیسي او یا یې هم فضا کنټرول کړي.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې په دې جګړه کې روسي پوځيان وژل شوي او وسایل یې له منځه تللي دي.

د امریکا د کانګرس د وسله والو خدمتونو د کمیټې غړي آدم سمت وویل کوم استخباراتي معلومات چې شریک شوي، د هدف ویشتلو هغه معلومات ندي چې امریکا د عراق په شان سیمو کې ترلاسه کول.

سمت MSNBC ټلویزیون ته وویل:"موږ دا کار نه کوو ځکه له کرښې دا تیریدونکي ګامونه موږ په جګړه کې داخلوي."

واشنګټن او ناټو ددغې جګړې پرمهال له اوکراین سره د ټانک او الوتکو ضد وسلو مرسته کړې ده.

رویټرز وایي متحده ایالت معمولا له خپلو شریکانو سره د اهدافو دقیق معلومات نه شریک کوي مګر دا چې له هغوی سره ووسي او د ملکي افرادو د تلفاتو مخه ونیسي.

د بیلګې په ډول متحدو ایالتونو په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې افغان هوایي پوځ ته په ندرت معلومات برابرول ، مګر دا چې امریکایي ځواکونه به یې خواته وو او هدف به یې تائید کولی شوای او یا یې هم هدف په سترګو لیدلی وای.‌

د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل په داسې حال کې چې په اوکراین کې د جګړې پرمهال د هغه هیواد‌ پر فضا د امریکا د جاسوسي الوتکي او په ځمکه کې عساکر نشته، د معلوماتو په برخه کې محدودیتونه موجود دي.

دغه چارواکي همدارنګه وویل د استخباراتي معلوماتو د راټولیدو په برخه کې د امریکا توانایي د پخوا په شان قوي نده.