متحده عرب امارات له افغانستان څخه پروازونه بندوي 

کابل ته د امارات هوایي شرکت الوتنې

د متحدو عربو اماراتو حکومت نن شنبه جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) اعلان وکړ چې سر له سبا به افغانستان او اندونیزیا څخه تجارتي پروزاونه بندوي.

د متحده عربو اماراتو حکومت تر دې مخکې پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله دېش، جنوبي افریقا او زمبابوې په ګډون ۱۴ نورو هېوادونو ته هم خپل پروازونه بند کړي وو.

د متحدو عربو اماراتو اوسېدونکو ته هم ویل شوي دي چې دغو هېوادونو ته به سفرونه نکوي.

متحده عرب امارات وايي دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو له کبله کړې ده.

په متحدو عربو اماراتو کې د افغانستان سفارت ویلي دي چې دا محدودیت موقتي دی.

هغه مسافر چې ترانزیتي پروازونه لري، د خپل پرواز لپاره د متحدو عربو اماراتو هوايي ډګرونو کې انتظار کولای شي، خو د باندې وتلی نشي.

متحده عربي امارات وايي ځينې خلک کولا شي چې امارات ته را ستانه شي. د اماراتو اوسېدونکي، خپلوان یې، د طلايي او نقره يي ویزو لرونکي، دپلوماتان، رسمي استازي او هغه سوداګر چې تر دغې پرېکړې مخکې یې اماراتو تګ منل شوی او هغه خلک چې په اماراتو کې ضروري کارونه لري، له دغې پرېکړې څخه مستثنی دي.

خو دا خلک هم باید د کرونا ویروس منفي نتیجه ولري او اماراتو ته له راتګ وروسته به لس ورځې قرنطین کیږي او په څلورمه او اتمه ورځ به یې د کرونا معاینات کیږي چې معلومه شي په دغه ویروس اخته نه وي.