امارات: د قطر جنگي الوتکو زموږ د ملکي  پروازونو مخه نیولې

متحده عربي امارات ادعا کړې چې قطري جنگي الوتکو یې د هغو ملکي تجارتي الوتکو مخه نیولې چې بحرین ته روانې وې. امارات وايي غواړي په دې اړه د سه شنبې په ورځ ملگرو ملتونو ته شکایت وکړي.

د عربي متحده اماراتو د ملکي هوایي چلند رئیس سیف محمد السوایدي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د قطري جنگي الوتکو دغه عمل، د نړیوال هوایي چلند د سازمان د مقرراتو څخه "څرگند تیری" دی.

عربي متحده امارات د سعودي عربستان، بحرین او مصر سره یوځای د تیر جون میاشتې راهیسې پر قطر باندې دیپلوماتیک او تجارتي بندیزونه لگولي دي او هغه هیواد یې د تروریزم په ننګې تورن کړی دی.

قطر په پخپل وار دغه تورونه رد کړي او دغه څلور عربي هیوادونه یې په دې ملامت کړي چې غواړي د خپلې بهرنۍ پالیسۍ کړنلاره په دوی ومني.

خو ښاغلی شوایدي وایي د اماراتو الوتکه د بحرین په هوایي حریم کې تهدید شوې. هغه په دې هکله څه ونه ویل چې ایا د دوی الوتکه د قطر له لارې چې یوه عامه لار ده بحرین ته تلله او که نه.

هغه دا هم ویلي چې د بحرین رادار قطري الوتکې په نښه کړي چې د دوحه نه راغلي او بېرته تللي دي. همداشان د ښاغلي سوایدي په وینا د اماراتو د ملکي الوتکې پیلوټ ویلي چې د قطري الوتکې میراج ډوله جنگي الوتکې وې چې د زیات شمیر عربي هیوادونو پوځ ترې استفاده کوي.

له بلې خوا د قطر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د متحده عربي اماراتو الوتکې د امارت او اتحاد هوایي چلند شرکتونو پورې اړه درلود، خو دغو دواړو شرکتونو دغه ادعا رد کړې ده.

امارتو قطري مسافر وړونکې الوتکې د جون د میاشتې راهیسې د دوی د هوایي حریم نه له استفادې منع کړي دي.

ښاغلي سوایدي ډاډ څرگند کړی چې د نړیوال هوایي چلند سازمان به قطر ددې ډول اعمالو د تکرار نه منع کړي، خو زیاته کړې ده چې د احتیاط په خاطر به امارات د خپلو الوتکو د تگ لاره بدله کړي.