د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ غواړي د قطر په کړکیچ کې منځگړیتوب وکړي


جمهور رئیس ټرمپ د سپتامبر په اومه په سپینه ماڼۍ کې د کویټ د امیر کوربه و
جمهور رئیس ټرمپ د سپتامبر په اومه په سپینه ماڼۍ کې د کویټ د امیر کوربه و

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د قطر، سعودي عربستان او د نورو عربي هیوادونو ترمنځ د رامنځ شوي کړکیچ د ختمولو لپاره منځگړیتوب ته تیار دی.

جمهور رئیس ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د قطر د امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح سره په واشنگټن ډي سي کې د خبرو وروسته په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل "که زه د قطر او په ځانگړې توگه د عربي متحده اماراتو او سعودي ترمنځ منځگړیتوب وکړای شم، زه به دا کار وکړم، او فکر کوم چې تاسې به ډیر ژر یوه نتیجه وگورئ".

سعودي عربستان، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو د جون په میاشت کې د قطر سره په دې تور دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې وشلولې چې وایي دغه هیواد د ایران سره نژدې اړیکې لري او د سخت دریځو ملاتړ کوي.

قطر د خلیج گاونډیانو - سعودي عربستان، مصر، بحرین او عربي متحده اماراتو دغه ادعا رد کړې ده.

دغو عربي هیوادونو قطر ته د ١٣ مادو یو غوښتنلیک ورکړی چې په هغه کې د ایران سره د اړیکو شلول او د الجزیره تلویزیون تړل شامل دي.

کویت د قطر او د څلورو عربي هیوادونو ترمنځ د منځگړیتوب کوښښ پیل کړي دي، خو تر اوسه یې کومه خاصه نتیجه نه ده ورکړې.

د کویټ امیر شیخ صباح ویلي چې د قطر نه یې لیک ترلاسه کړی چې غواړي د گاونډیانو د ١٣ غوښتنو په فهرست باندې خبرې وکړي. هغه دا هم وویل "مونږ پوهیږو چې ددې ١٣ غوښتنو ټولې یې د منلو وړ نه دي". هغه په ځانگړې توگه هغو موضوعگانو ته اشاره وکړه چې د قطر په حاکمیت یې اثر کړی دی. خو هغه وویل چې ددې غوښتنو زیاته برخه به حل شي.

سعودي عربستان او قطر دواړه د امریکا د متحده ایالاتو نژدې متحدین دی. په خلیج کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه په قطر ده.

XS
SM
MD
LG