بریتانیا کې یوه ډله افغانان د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي

د انساني قاچاق په تور نیول شوي یو شمېر افغانان د لندن د ویسټ منسټر محکمې ته حاضر کړل شوي. (د ارشیف عکس)

د بریتانیا د جرمونو سره د مبارزې ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵)، وویل چې شپږ افغانان یې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې سره د تړاو په تور نیولي دي.

د جرمونو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې ددغې ادارې اړوند پولیسو دا کسان وروسته له هغه ونیول چې په بلجیم کې یې د نیول کېدو غوښتنه وشوه.

د جرمونو سره د مبارزې ملي ادارې وویل چې دا کسان د چهار شنبې په ورځ د مرکزي او جنوب ختیځ انګلنډ په لیسټر، برمنګهم او کووینټري ښارونو کې ونیول شول.

چارواکو ویلي چې په بلجیم او ایټالیا کې د انساني قاچاق کوونکو په خلاف د همغږي اقدام د یوې برخې په توګه، د بلجیم محکمې د دغو کسانو د نیولو امر صادر کړی دی.

د بلجیم څارنوالان تور لګوي چې دغې ډلې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې فعاله ده، له افغانستان څخه د ایران، ترکیې او بالکان له لارې لوېدیځې اروپا، په ځانګړې توګه فرانسې او بلجیم ته د کډوالو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.

دغه ډله په بلجیم کې د هغو مهاجرو سره د مرستې په تور هم تورنه ده چې په بلجیم کې یې د پناه غوښتنې رد شوي او وروسته یې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته د تللو هڅه کړې ده.

درې نیول شوي کسان د چهارشنبې په ورځ د لندن د ویسټ منسټر محکمې ته حاضر شول او بلجیم ته یې د ستنولو دوسیه پرانیستل شوې ده. درې نور تورن کسان د پنجشنبې په ورځ محکمې ته حاضریږي.

د بریتانیا د جرمونو سره د مبارزې د ملي ادارې مرستیال کریګ ټرنر وویل: "دا کسان د یوې ډیرې خطرناکې شبکې په غړیتوب تورن دي چې د نړۍ له بیلا بیلو برخو څخه اروپا او بالاخره شمالي اروپا او بریتانیا ته کډوال لیږدوي."

ټرنر زیاته کړه: "د سازمان شوي مهاجرت جرمونو له امله رامنځته شوی ګواښ اوږدمهاله او دوامدار دی، او موږ دا مهال د هغو ډلو په اړه د پلټنو لپاره ۷۰ پرانیستې دوسیې لرو چې په دې کې ښکیل دي."

د بریتانیا د جرمنو سره د مبارزې ملي ادارې د دسمبر په میاشت کې، د یوې جلا دوسیې له مخې، درې کسان د انسانانو د قاچاق په تور ونیول چې اوس بلجیم ته د لیږدول کېدو په تمه دي.

د بلجیم یوې محکمې د انساني قاچاق ددغې ډلې ۲۰ غړي په مجموعي ډول په ۱۷۰ کاله بند محکوم کړي دي.