د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې فرنټیکس د سه شنبې په ورځ، جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) وویل چې که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې په مجموعي توګه اروپا ته نامنظمه کډوالي ۳۸ سلنه کمه شوې، خو د افغانستان، سوریې او څو افریقايي هېوادونو د کډوالو شمېر اوس هم زیات دی.
نامنظمه کډوالي د اروپا په سیاست کې د پام وړ موضوع ګرځېدلې او د جرمني په ګډون د یو شمېر اروپايي هېوادونو په انتخاباتي مبارزو کې ښي اړخو ګوندونو د کډوالۍ په اړه د سخت دریځ غوره کولو هوډ څرګند کړی دی.
فرنټیکس وايي په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د نامنظمو کډوالو شمېر ۲۳۹ زرو ته ټیت شوی او لامل یې ددغې ادارې او همکارو سازمانونو له خوا د انساني قاچاق کوونکو ډلو په خلاف سخت دریځ ښودلی دی.
فرنټیکس د مرکزي مدیترانې له لارې د کډوالو په شمېر کې د ۵۹ سلنه کمښت لامل له تونس او لیبیا څخه د تلونکو کډوالو د کښتیو په شمېر کې کموالی ښودلی دی. دغه اداره وايي چې د لویدیځ بالکان له مسیر څخه د تیرېدونکو کډوالو شمېر ۷۹ سلنه کم شوی چې لامل یې د نامنظمې کډوالۍ د کنترولولو لپاره ددغه سیمې د هېوادونو له خوا اقدامات دي.
د اروپا د سرحدونو د ساتنې اداره وايي چې د ختیځې مدیترانې له لارې ۶۹۴۰۰ پناه غوښتونکي کډوال اروپا ته اوښتي چې له دغه مسیر څخه په نامنظمې کډوالۍ کې ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي او زیاتره کډوال د افغانستان، سوریې او مصر وګړي دي.
فرنټیکس همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د لویدیځې افریقا له مسیر څخه لږ تر لږه ۴۷ زره کډوال د اروپا د قناري ټاپوګانو ته اوښتي دي چې له تیر کال څخه ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د فرنټیکس رئیس هانس لیخټنس وویل: "په سرحدونو کې د غیرمنظمې کډوالۍ د کمښت سره سره ۲۰۲۴ کال همدارنګه د مخ پر ودې خطرونو او بدلېدونکي وضعیت شاهد و."
د اروپا د سرحدونو د ساتنې ادارې ویلي د نامنظمې کډوالۍ مسیرونه د بدلېدلو په حال کې دي او په تیر کال کې د روسیې او بیلاروس له لارې ۱۷۰۰۰ کډوال اروپا داخل شوي چې له دې لارې په نامظمه کډوالۍ کې ۱۹۲ سلنه زیاتوالی ښي.
ددې مطلب لپاره د رویټرز اژانس معلومات کارول شوي.
فورم \ دبحث خونه