لندن کې میشتوافغانانو د افغانستان سفارت په تړلواندېښنه ښودلې

بریتانیا کې د افغانستان سفیر زلمي رسول ویلي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه به د سپټمبر د روانې میاشتې په۲۷ په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شي.

د بريتانیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په لندن کې د افغانستان سفارت تر هغه وروسته تړي چې د طالبانو د حکومت له خوا یې ډیپلوماټان له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) د ازادي اروپا راډيو ته په یوه لېږلي بيان کې ويلي چې سفارت "د طالبانو له خوا د خپلو کارمندانو له ګوښه کولو وروسته تړي."

دا په داسې حال کې دی چې بريتانیا په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت نه پېژني.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د سپټمبر پر اتمه (وږي ۱۸مه) په لندن کې د افغانستان د تېر جمهوريت ټاکل شوي سفير زلمي رسول پر ټولنيزې شبکې اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي وو: "ټاکل شوې چې په لندن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د کوربه هیواد په رسمي غوښتنه د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر پر ۲۷مه نېټه په رسمي توګه وتړي او خپل فعالیت ودروي. دغه پرېکړه د کوربه هېواد د چارواکو د غوښتنو پر بنسټ شوې ده."

په لندن کې د افغانستان سفیر زلمی رسول د ۲۰۲۱م کال په جون کې د افغانستان د هغه وخت د حکومت تر سقوط شاوخوا دوې مياشتې مخکې ګومارل شوی وو.

د افغانستان د سفارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې د بریتانيې حکومت له افغان ډيپلوماټانو غوښتي چې یا دې له هغه هېواده ووځي او یا باید په درو میاشتو کې دننه پناه وغواړي.

تر اوسه نه خو د بريتانيې حکومت او نه هم افغان سفير څرګنده کړې چې د سفارت له تړلو وروسته به يې چارې د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي که به سفارت همداسې بند ساتل کېږي.

د لغمان محمد عبید چې دا مهال په لندن کې د کډوالۍ ژوند کې له امریکا غږ سره په خبرو کې د افغانستان سفارت پر تړلو اندېښنه څرګنده کړې. نوموړي ویل، چې له دې اقدام سره به افغانانو ته د اسنادو تمدیدلو په لړ کې ګڼې ستونزې ورپېښې شي. "که سفارت وتړل شي، نو موږ به د پاسپورټ نوي کولو، د نکاح نامو جوړلو، د قانوني اسنادو ، د زوکړې سند، او ګڼ نور اسناد څنګه جوړوو. "

یوه بل افغان بیا د نوم نه ښودو په شرط غوښتنه وکړه چې د افغانستان سفارت د راتلونکې په باب دې زر تر ژره پرېکړه وشي، د نوموړي په خبره په برېتانیا کې د سفارت له تولو سره به زرګونه افغانان اغېزمن شي.

په لندن کې د افغانستان سفارت یوه کارمند د نوم نه ښودولو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې د سفارت نږدې ۱۱ تنه کارمندان د کار روزګار په اړه له ناڅرګند برخه لیک سره مخامخ دي. هغه وویل چې د سفارت ډېری کارمندان یې د برېتانیا هېواد تابعیت لري یوازې درې یا څلور تنه یې د دې هېواد تابعیت نه لري. هغوی لا د خپل راتلونکې په باب پرېکړه نه ده کړې چې هېواد ته ستنېږي یا په برېتانیا کې سیاسي پناه اخلي.

په لندن کې د افغانستان د سفارت تړلو اقدام تر هغه وروسته شوی چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د روان کال د جولای پر ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې په ځينو هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو او قونسلګريو له خوا توزيع شوي اسناد نور "اعتبار" نه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې وه چې دغه سفارتونه او قونسلګرۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره "همغږي" نه لري او په کارونو کې یې "شفافیت" نشته.

په هغه اعلاميه کې پر لندن سربېره، بروکسل، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ايټالیه، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا ياد شوي وو چې په وينا يې د سیاسي استازوليو له لوري قونسلي خدمات یا صادر شوي اسناد يې د منلو نه دي.

د طالبانو حکومت په جولای کې په عين حال کې ويلي وو چې په اروپا کې د افغانستان يو شمېر سیاسي استازولۍ له دوی سره همغږي لري او اروپا مېشتې افغانان او بهرنیان کولی شي چې له هغو استازولیو خدمات ترلاسه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې په اروپا کې پنځه افغان استازولۍ لکه، هالنډ، پراګ، بلغاریا، مونشن او اسپانیا کې خدمات په "عادي ډول" روان دي او له وزارت سره په "همغږۍ" چارې مخ ته وړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمي توګه نه دی پېژندلی البته په ځينو هېوادونو کې يې استازو ته د افغانستان سفارتونه سپارل شوي دي.

په برېتانیا کې د افغانستان سفارت د ویبپاڼې له مخې یاد سفارت له ۱۹۲۲ کال راهیسې خپل ډپلوماټیک فعالیت کوي، خو د سفارت ودانۍ په ۱۹۲۵ کال د افغانستان دولت په پیسو رانیولې ده. دا ودانۍ د لندن ښار په ډېره مهمه او ګران قیمته سیمه کې موقعت لري چې څنګ ته یې د ښار یو مشهور بڼ هایډ پارک موقعیت لري.