د بریتانیا د صدراعظم د واده مراسم پټ ترسره شول

د برتانیا صدراعظم له خپلې ښځې سره

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن له خپلې ملګرې سره واده وکړ او په واده کې یې شاوخوا ۳۰ تنه میلمانه وو.

بریتانوي رسنیو نن یکشنه مۍ ۳۰ (غبرګولي۹) راپور ورکړ چې صدراعظم بوریس جانسن او د هغه نامزادې کاري سیمونډز تېره ورځ د «ویسټمېنسټر» په یوې کلیسا کې واده وکړ. ځینو رسنیو دا «یو پټ واده» بللی دی ځکه چې ډېر خلک ورته بلل شوي نه وو او آن د ښاغلي جانسن یو شمېر نژدې همکاران هم پرې خبر نشول.

د دوی په واده کې ۳۰ میلمانه بلل شوي وو او دا مهال د بریتانیا حکومت د کروناویروس له کبله په دا ډول او نورو غونډو کې یوازې د ۳۰ کسانو راټولېدو ته اجازه ورکوي.

بوریس جانسن ۵۶ کلن دی او میرمن یې ۳۳ کلنه ده. دوی په ۲۰۱۹ کې نامزاد شول او په نامزادۍ کې یې په کور کې یو ماشوم هم وزېږېده.

بوریس جانسن او کاري سیمونډز پلان لره چې تېرکال واده وکړي خو د کرونا ویروس له کبله یې واده وځنډېده. ټاکل شوې چې دوی به را روان دوبي کې له خپلو کورنیو او ملګرو سره د خپل واده خوښي په ګډه ونمانځي.

جانسن د بریتانیا په تاریخ کې دویم برحاله صدراعظم دی چې واده یې نه و کړی، تر دې مخکې په ۱۸۲۲م د بریتانیا بل صدراعظم رابرټ جېنکنسن و چې په واک کې هم مجرد و.

بوریس جانسن تر دې مخکې هم دوې نورې ښځې درلودلې چې بیا جلا شوي‌ دي. مخکنۍ ښځه یې وکیله وه او له هغې څخه څلور اولادونه لري.

راپورونه وايي چې هغه له یوې بلې ښځې سره هم یارانه لرله او یو ماشوم ترې لري.

اوسنۍ ښځه یې د برتانیا د «محافظه کاره» ګوند د اړیکو مسئوله وه او دا یې اول واده دی.