برتانیا د کروناویروس ضد واکسین وازمایه

دا مهال په نړۍ کې د کرونا ضد ۷۰ واکسینونه ازمایل شوي

برتانیا په لومړي ځل د کروناویروس ضد واکسین په انسانانو وازمایه او اوس یې نتیجې ته انتظار باسي.

د متخصصینو یوې ډلې په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې دا واکسین جوړ کړ او د اکسفورد په ښار کې یې په یو شمېر رضاکارانو وازمایه او وايي چې په لسګونو نورو انسانانو به یې هم وازمايي.

برتانیا داسې مهال د کروناضد واکسین ازمايي‌ چې په چین کې د دغه ویروس ضد واکسین نتیجه ورنکړه. د امریکا په کلفورنیا کې هم د ګلیدساینس شرکت نوي درمل د کروناویروس د مخنیوي لپاره وکارول خو نتیجه یې ورنکړه.

خو تېره میاشت د امریکا د ناروغیو د مخنیوي ملي‌ انستیتوت د کروناویروس وازمایه او اوس نتیجې ته منظر دي.

په همدې حال کې جرمني هم وایي‌ چې د چهارشنبې په ورځ‌ یې اپریل ۲۲(غويي۳) د کروناویروس ضد واکسین په انسانانو ازمایلی دی.

کاناډا، روسیه او نور هېوادونه هم هلې ځلې کوي چې د کرونا ضد واکسین پیدا کړي.

چین چې د دغه ویروس د خپرېدو اصلي مرکز دی وايي‌ چې تر دې دمه یې دوه ډوله واکسینونه ازمایلي‌دي چې یو یې د همدغه ویروس په اصلي ځای ووهان کې ازمایل شوی دی.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا مهال په نړۍ کې د کرونا ضد ۷۰ واکسینونه ازمایل شوي‌ او یو شمېر یې د کلینیکي ازماېښت مرحلې ته رسېدلي ‌دي.

له دې دومره هلو ځلو سربیره ویل کیږي چې ښایي یو کال ونیسي ‌چې د کروناویروس ضد واکسین تولید او بازار ته ووځي.

د کرونا ویروس تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې څه باندې ۱۹۱۰۰۰ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۲.۷ میلیون نور پرې اخته شوي دي.