روسیې او اوکراین بیا د سولې خبرې پیل کړې 

د اوکراین او روسیې استازي

د روسیې او اوکراین استازو نن دوشنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) یو ځل بیا د سولې خبرې اترې پیل کړې.

تر دې دمه د خبرو د دغه څلورم پړاو په اړه ډېر جزیات رادبره شوي نه دي، مګر د اوکراین استازي ویلي دي چې عاجل اوربند او له اوکراین څخه د روسیې د عسکرو وتل د دوی مهم شرطونه دي.

د اوکراین د مذاکرې د ډلې مشر میخایلو پودولیاک په خپل ټویټر کې په یو ویدويي پیغام کې «سوله، عاجل اوربند او له اوکراین څخه د روسیې د ټولو سرتېرو وتل» د خبرو لپاره مقدماتي شرطونه ګڼلي دي. هغه وايي هر وخت چې روسیې دا شرطونه ومنل بیا به روسره د سیمې د اړیکو او سیاسي اختلافاتو او تفاوتونو په اړه بحث او خبرې وکړي.

بل لوري ته د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي په یو ویدیويي پیغام کې یو ځل بیا له ناټو څخه غوښتي دي چې د اوکراین هوايي حریم کې پروازونه منع کړي. هغه خبرداری ورکړی که داسې ونشي، ژر به د روسیې راکټونه د ناټو په قلمرو ولګېږي.

تر دې مخکې ښاغلي زیلینسکي ویلي وو چې د دواړو خواوو استازي هره ورځ د خلکو د وتلو لپاره بشري دهلیزونه تنظیموي او جوړوي او د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره یې د ملاقات لپاره هلو ځلو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

روسیې په اوکراین باندې د فبرورۍ په ۲۴ یرغل پیل کړ او دا درېیمه اونۍ ده چې هلته جګړه روانه ده. تېره ورځ د اوکراین چارواکو وویل چې روسیې د روزنې یو مرکز په نښه کړ او ۳۵ عسکر یې وژلي وو.

تر دې دمه په دغې جګړې کې د دواړو خواو زرګونه سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي دي او څه باندې ۲،۷ میلیون اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي