د روسیې چارواکي وایي چې اوکراین پرې د بې پیلوټه الوتکو لوی برید کړی او حد اقل دوه تنه په کې وژل شوي دي. چارواکي وايي دا برید د سه شنبې به ورځ مارچ ۱۱ (کب۲۱) شوی دی.
د دغو بریدونو له کبله ځای ځای اور بل شوی، یو شمېر پروازونه په موقت ډول ځنډول شوي او د ځینو نورو الوتکو لارې بدلې شوې دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په روسیې باندې یې د ۳۳۷ بي پيلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې ۹۱ یې په مسکو او ۱۲۶ نور یې د کورسک په سیمې الوځول شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت وايي چې دا الوتکې یې د بلګورود، بریانسک، ورنژ، کالوګا، لیپتسک او ځینو نورو سیمو کې وېشتل شوي او نسکور کړل شوي دي.
راپورونه وایي چې دا په تېرو څو میاشتو کې په روسیې باندې د اوکراین تر ټولو لوی هوايي برید ګڼل کېږي. د روسیې چارواکو په دغو هوايي بریدونو کې د دریو نورو کسانو د ژوبل کېدو خبر هم ورکړی دی. مقامات وايي په بریدونو کې ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
د روسیې چارواکو ویلي دي چې د دغو بریدونو له کبله د روسیې په څلورو هوايي ډګرونو کې بهرني او داخلي پروازونه ګډوډ شوي دي.
اوکراین په روسیې باندې داسې مهال دا بریدونه کړي دي، چې نن سه شنبه په جدي کې د امریکایي مقاماتو او اوکرایني چارواکو ترمنځ د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د سولې مذاکرات پیل شوي او ویل کېږي چې اوکراین به د سولې په اړه خپل پلان امریکايي لوري ته وړاندې کړي.
دا مطلب د رویټرز او اسوشیتډپرس د راپورونو د معلوماتو په اساس لیکل شوی.