واشنکټن کې د اوکراین سفارت د روسیې ضد جګړې ته امریکایان جذبوي 

د اوکراین په سفارت کې دننه یوه غونډه

په اوکراین د روسیې د یرغل له پيل راهېسې په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین سفارت د هغو امریکایانو لپاره د جلب او جذب په مرکز بدل شوی چې غواړي د اوکراین په ننګ د روسیې په ضد وجنګیږي.

د اوکراین سفارت دپلوماتان د واشنګټن ډي سي د جورج ټاون په سیمه کې په یوې خونې کې رضاکاره جنګیالیو ته فورمې برابروي.

د اوکراین سفارت پوځي‌ اتشه بوریس کرمنتسکي وايي: «دوی [رضاکاران] په دې باور دي چې دا جګړه ناعادلانه او بې موجبه ده. دوی احساس کوي‌ چې باید هلته ولاړ شي ‌او مرسته وکړي.»

نوموړي ‌وویل دوی [رضاکاره جنګیالي] اجیران نه دي چې د پېسو په بدل کې جکړې ته دانګي، بلکې «د ښه نیت په اساس راغلي چې له اوکراین سره د ازادۍ په جګړې کې مرسته» وکړي.

د اوکراین پوځي اتشه وايي چې د فبرورۍ له ۲۴ نېټې [د روسیې د یرغل پيل] راهېسې لږ تر لږه ۶۰۰۰ کسانو له دوی سره تماسونه نیولي او په جګړې کې یې د ګډون په اړه معلومات غوښتي دي، وايي د دوی اکثریت امریکایان دي. نوموړی وایي‌ چې د دغو کسانو نیمایي یې رد شوي دي،‌ ځکه چې د هغه په خبره یا جرمي سابقه یې لرله،‌ یا یې پوځي تجربه کمه وه او یا یې عمر د جګړې نه و. هغه ونه ویل چې دوی د خلکو سابقه څنګه ګوري.

په همدې حال کې د امریکا حکومت خپل اتباع هڅولي دي چې اوکراین ته د جګړې لپاره ولاړ نشي او په دې برخه کې یې حقوقي‌ او د ملي‌ امنیت مسائیل مطرح کړي دي.

د اسوشیتدپرس د راپور په اساس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې لا معلومه نه ده څومره امریکایان د اوکراین جګړې ته تللي دي.‌ د یو امریکایي لوړ پوړي‌ چارواکي په خبره په بهرنیو جګړو کې د شرکت له کبله ښايي په ځینو مواردو کې امریکایان له ځینو جنايي جریمو او د خپل تابعیت له لاسه ورکولو سره هم مخامخ شي.

په جګړې کې د ګډون په اړه د امریکایانو لپاره حقوقي اندېښنه جدي ګڼل کېږي، دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا اندېښنې شته که یو امریکايي په جګړې کې ووژل شي،‌ ونیول شي او یا د بهرنیو استخباراتو له لوري‌ وګمارل شي، بیا به څه پېښ شي.

دی او ځینې نور کارپوهان په دې باور دي‌ چې د اوکراین جګړې ته تلونکيو رضاکاره امریکایانو کې یې اکثریت هغه «سپین پوستي متعصبان» دي چې ممکن د دواړو خواو لپاره وجنګیږي،‌ د جګړې تجربه ترلاسه کړي‌ او امریکا ته به له بېرته ستنېدو وروسته نور هم افراطیان وي.

د جګړې د چارو یوه کارپوهه ان سپیخارد وویل: «دوی هغه خلک دي‌ چې ماجراجويي غواړي، د خپل اهمیت د احساس په لټه دي او د دویمې نړیوالې جګړې بیاناتو ته یې مخه کړې ده.»

د اوکراین د سفارت چارواکي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایان د دوی په شرایطو برابر ښودل شوي دي. په دوی کې یو شمېر په عراق او افغانستان کې د جګړو تجربه هم لري او ځینې پخواني پیلوټان هم په کې شامل دي.

په امریکایانو سربېره د اوکرایني ‌چارواکو په وینا تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني رضاکاران وار دمخه اوکراین ته رسېدلي چې د روسیې د یرغل په ضد وجنګېږي.

روسیې شاوخوا دوې میاشتې مخکې په اوکراین یرغل پیل کړ چې تر دې دمه د ډېرو تاسیساتو د ویجاړېدو تر څنګ زرګونه کسان وژل او ژوبل شوي‌ دي. د امریکا استخباراتي مقامات اټکل کوي‌ چې تر دې دمه په دغه جګړې کې د روسیې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ عسکر وژل شوي دي،‌ خو روسیې څو ورځې مخکې د خپلو ۴۹۸ عسکرو وژل تائید کړل.

په دې سربېره ملګري ‌ملتونه وايي چې څه باندې دوه میلیون اوکراینیان کډوال شوي چې اکثریت یې په پولنډ کې دي.