اوکراین ۱۵۵۰ زغره وال ګاډي او ۲۳۰ ټانکونه ترلاسه کړل

د ابراهم زغره وال ټانکونه

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ د اپریل ۲۷ ( غوايي ۷) په یوه خبرې ناستې کې وویل چې دغه ټلواله او متحدینو یې اوکراین ته ۱۵۵۰ زغره وال ګاډي او ۲۳۰ ټانکونه ورکړي دي،‌ هغه څه چې د سټولټنبرګ په وینا، اوکرايني ځواکونو سره به د روسیې له خوا د اشغال شویو سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.

سټولټنبرګ چې د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولی وویل، د روسیې له خوا پر اوکراین د تېر کال د فبرورۍ د پوځي یرغل د پیل راهیسې، اوکراین ته ددغه زغره وال ګاډو او ټانکونو ورکړه، له دغه هېواد سره د ۹۸ سلنې څخه زیات د جنګي وسایطو د ورکړې ژمنه څرګندوي.

هغه وويل: "په ټوليزه توګه مو له نهه څخه زياتې اوکرایني زغره والې لواګانې تجهیر او د هغوی پرسونل ته مو روزنه ورکړې ده. ددې پوځي روزنو او تجهیزاتو پر مټ به د اوکرایني ځواکونه وکړای شي د روسیې له خوا د اشغال شوې سيمې بیرته ترلاسه کړي."

د ناټو عمومي منشي دا خبرې پداسې حال کې وکړې چې ددغه تړون غړو هېوادونو اوکراین ته د الوتکو ضد راکټونو او د دافع هوا د سیسټمونو مرسته کړې ده. پولنډ او د چک جمهوریت، اوکراین ته د شوروي لخوا جوړې شوې میګ ۲۹ الوتکې ورکړي دي. همدا راز زرګونه اوکرایني پوځیانو ته د ناټو د وسلو د کارولو روزنه ورکړل شوې ده.‌

له اوکراین سره ددې ټولو پوځي مرستو برسیره، سټولټنبرګ د کیف څخه پر پوځي ملاتړ ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې "موږ باید هیڅکله روسیه کمه ونه ګڼو."

هغه وویل، مسکو نور ځمکني ځواکونه راټولوي او غواړي چې "په خورا لوړ انساني تلفاتو سره زرګونه سرتیري د جګړې لیکو ته واستوي."

د ناټو عمومي منشي ددغه تړون له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې چې ښکاري یوه اوږدمهاله جګړه به وي، خپلې ژمنې پلي کړی او همدا راز د هغو مرستو ورکړو ته چې اوکراین ورته په روانه جګړه کې د بریا لپاره اړتیا لري، ادامه ورکړي.

په خبري ناستې کې سټولټنبرګ دا یادونه هم وکړه چې د ناټو په را روانه سرمشریزه کې چې راتلونکې میاشت په لیتوانیا کې جوړیږي، د اوکراین څخه د څو کلن ملاتړ پروګرام پر پلانونو خبرې وکړي.

هغه د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ د خبرو هرکلی هم وکړ . پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دا دواړو ولسمشرانو لومړی تلیفوني خبرې اترې وې.‌

بیجینګ له یو خوا وايي چې د اوکراین په شخړه کې بې پرې دی، له بلې خوا د چین ولسمشر شي جینپینګ بیا هیڅکله پر اوکراین د روسیې پوځی یرغل نه دی غندلی.

د چین ولسمشر چې تیره میاشت یې مسکو ته دوستانه سفر درلود، د اوکراین په جګړې کې د منځګړیتوب په موخه د لویدیځو هیوادونو تر فشار لاندې دی.

سټولټنبرګ وویل: "ښايي دا جګړه (‌د روسیې او اوکراین جګړه)‌ د خبرو اترو د میز تر شا پای ته ورسیږي." خو ټینګار یې وکړ چې "دا د اوکراین پرغاړه ده چې پریکړه وکړي چې د خبرو اترو شرایط څه دي او کوم ډول خبرې باید وشي."

سټولټنبرګ زیاته کړه: "د معنی لرونکو خبرو اترو په موخه دې ته اړتیا شته چې اوکراین اړین پوځي ځواک ولري، ترڅو ولسمشر پوتین ته یو روښانه پیغام واستوي چې، هغه به د جګړې په ډګر کې بریالی نشي."

همدا راز د اوکراین سره د پوځي مرستو په موخه، تېره اوونۍ د امریکا په کوربه توب د ناټو د غړو هېوادونو استازي د جرمني په رامشټاین کې د خبرو لپاره راغونډ شول تر څو د اوکراین د دفاعي سیسټمونو او اکمالاتو ارزونه وکړي.

د اوکراین ولسمشر له لویدیځو متحدینو څخه غوښتي دي چې د روسیې ځواکونو د شړلو لپاره،‌ کیف ته پرمختللي جنګي الوتکې او د لیرې واټن ویشتونکي توغندي واستوي، خو د ناټو هیوادونو اوکراین دغه غوښتنې ته تر دې دمه ځواب نه دې وکړی.

کرملین هڅه کړې چې د اوکراین څخه د ناټو د غړو هېوادونو ملاتړ، په جګړه کې د دغه تړون مخامخ ښکیلتیا وښيې، خو ناټو دغه تورنه تل رد کړي‌ دي.