د لاس رسي وړ اتصالات

چین د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب لياره تیاری اعلان وکړ


د چین او جرمني د بهرنیږو چارو وزیرانو ګډ خبري کنفرانس
د چین او جرمني د بهرنیږو چارو وزیرانو ګډ خبري کنفرانس

د چين د بهرنيو چارو وزير شين ګنګ چې د جمعې په ورځ اپريل ۱۴ (وري ۲۵) د جرمني د بهرنيو چارو د وزيرې انالينا بيربوک کوربه و، وويل چې، بېجينګ غواړي د روسيې او اوکراين ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلي ګنګ پدې څرګندونو کې ویلي چې، چین به د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې په هیڅ یو اړخ وسلې ونه پلوري؛ هغه څرګندونې چې د حیرانتیا سبب شوي، ځکه دمخه داسې ګونګوسې او اټکلونه وو چې ښایي بیجینګ به پر روسیې وسلې وپلوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د ښاغلي ګنګ د څرګندونو په غبرګون کې وویل، "زه باید په روښانه توګه دا خبره وکړم چې ولې [چین] تر دې دمه له یرغلګرې روسیې څخه د جګړې د بندولو غوښتنه نه ده کړې."

بیجینګ ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې سفر چین ته د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د وروستي سفر په پای کې ترسره شوی دی.

د چین او تایوان کړکیچ

د تایوان په سیمه کې تاوتریخوالی هغه وخت راپورته شو چې چین د تایوان د منزوي کولو لپاره پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل. د چین د پوځي تمریناتو په ځواب کې تایوان د «سترې غمیزې» تر عنوان لاندې پوځي تمرینات ترسره کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر شین ګینګ د تایوان په اړه وویل: «په دې ټاپو کې د تایوان بېلتون غوښتونکي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ او نفوذ سره د تایوان د خپلواکۍ د جلا غوښتونکو په فعالیتونو کې لاسوهنه کوي.»

ګنګ په تایوان کې بېلتونپالنه د تایوان د تنګي د کړکېچن وضعیت اصلي لامل وګاڼه. هغه وويل: «هر هغه څوک چې د تايوان په تنګي کې ثبات او په سيمه کې سوله او ارامي غواړي بايد د تايوان د خپلواکۍ او د بهرنيو لاسوهنو په وړاندې روښانه دريځ ونيسي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیري بیر بوک وویل چې د تایوان په مهم تنګي کې پوځي تاوتریخوالی به د جرمني لپاره چې په صادراتو تکیه لري یو ناورین رامنځته کړي.

ځینې کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې روسیې ته د وسلو د نه لېږلو په اړه له چین سره د ولسمشر مکرون خبرې اترې ښايي د دې سره تړاو ولري چې فرانسه به د تایوان په مسله کې د چین د دریځ ملاتړ وکړي.

خو دا لا معلومه نه ده چې ایا چین به مسکو ته د وسلو د نه لېږلو په اړه پر خپلو ژمنو ودریږي او که نه.

د سیاسي او امنیتي کارپوانو ارزونه

د نوې امریکا د امنیت په مرکز کې څیړونکې کاریسا نیتشې وایي، "زه غواړم پوه شم چې ایا د چین دا ژمنه به د اعتبار وړ وي او ایا دا هیواد به پرې ودریږي او که نه."

یو بل کارپوه امریکا غږ ته وویل چې د مکرون څرګندونې په سم وخت کې نه دي شوي، خو هغه ټینګار وکړ چې د فرانسې ولسمشر ښايي په واشنګټن او بروکسل کې پالیسي جوړونکو ته یو باوري پیغام واستوي او هغه دا چې اروپایان همدا اوس په اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه چې د اروپا په پوله کې دی، اندیښنه لري.

د شیکاګو د نړیوالو چارو د شورا څیړونکې سیبل اوکتي وایي، "کله چې تاسو دې ته ژور ګورئ، دا د متحده ایالاتو او د ناټو متحدینو ته یو سیګنال دی چې وايي، واورئ، د چین - تایوان کړکیچ ممکن لویدیځ ته مخه کړي او ستاسو دروازو ته ښایي نږدې شوی وي."

هغه زیاتوي چې د اروپايي اتحادیې ځینې مشران غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې متحده ایالات باید خپل ټول پام له اروپا او د اوکراین له جګړې څخه چې هرڅوک ورسره مخ دي بل لور ته وانړوي.

په همدې حال کې چین اعلان کړی چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په بلنه به راتلونکې اوونۍ خپل د دفاع وزیر لی شانګفو مسکو ته واستوي.

XS
SM
MD
LG