د هاګ محکمه: اوکراین د جنایت یوه صحنه ده 

د اوکراین جګړه

د جرمونو د نړیوالې محکمې «هاګ» لوی څارنوال د اوکراین د بوچا ښار له لیدلو وروسته وویل چې په اوکراین کې شوي‌ جنګي جرمونه به پلټل کېږي.

ددغې محکمې لوی څارنوال کریم خان د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري۲۳) وویل: «اوکراین د جنایت یوه صحنه ده... منطقي دلایل مودجود دي چې باور وکړو داسې جنایتونه شوي چې [پلټنه] یې ددغې محکمې [هاګ] په صلاحیتونو کې راځي.»

نوموړي وویل چې باید د جګړې دوړې او غبار پاک کړو او حقایق ترلاسه کړو چې په خبره یې دا کار مستقل او بې پرې تحقیقات غواړي. هغه وویل چې د هاګ د عدلي طب یوه ډله به په دې اړه کار پیل کړي چې «واقعیت له درواغو» څخه جلا کړل شي.

د اوکراین مرکز کیف ته نژدې د بوچا له ښارګوټي څخه د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته، اوکرایني چارواکو ادعا وکړه چې روسانو هلته سلګونه ولسي خلک «قتل عام» کړي دي. خپلواکو نړیوالو رسنیو د وژل شویو کسانو تصویرونه هم خپاره کړل،‌ خو روسیه دا تورونه رد او دا تصویرونه یې «جعلي» بللي.

کریم خان وویل:«موږ باید په ازاد فکر شواهد وارزو... قانون باید متحرک کړل شي ‌او د ولسي خلکو د حفاظت لپاره د جګړې سیمو ته داخل شي.»

په همدې حال کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان نن په خپل راپور کې روسیه په اوکراین کې د نړیړالو بشر دوستانه قوانینو په ماتولو تورنه کړې ده. دا راپور، چې ۱۱۰ مخونه لري، وایي که روسیې په اوکراین له یرغل وروسته خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی کړی وای، «د وژل شویو یا ژوبل شویو ولسي خلکو شمېر به اوس ډېر کم و.»

دریو متخصصینو دا راپور لیکلی چې په کې د نادولتي‌ سازمانونو معلومات هم ځای شوي دي. په راپور کې د ولسي خلکو د تلفاتو سربېره، په اوکراین کې د تاسیساتو، کورونو، روغتونونو، ښوونځیو، د اوبو رسونې د سیستمونو او دا ډول نورو بنسټونو ویجاړېدو ته هم اشاره شوې ده.

د راپور لیکونکي‌ وايي چې د وخت او زمان د قید له کبله دوی ونشو کولای چې په اوکراین کې جنګي جنایتونه تشخیص کړي. په راپور کې راغلي‌ دي چې «د روسي‌ ځواکونو له لوري‌ د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د ماتولو ښکاره پېښې» په نښه شوي‌ دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان تحقیقات د اوکراین په غوښتنه شوي‌ چې د اپریل د ۲۴ نېټې څخه نیولې د اپریل تر لومړۍ نېټې پورې وخت رانغاړي.

روسي ځواکونه د اپریل په پنځمه نېټه د بوچا له ښارګوټي څخه ووتل او د سپوږمګۍ په واسطه اخیستل شویو تصویرونو کې د ولسي خلکو په لباسونو کې د وژل شویو خلکو مړي په لارو او کوڅو کې پراته لیدل کېږي، اوکرایني ‌مقامات وايي چې دا ولسي خلک دي چې روسي عسکرو وژلي دي.

په راپور کې همدغه راز له زندانیانو سره د اوکرایني مقاماتو د چال چلند په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده. راپور وايي: «هاغسې چې راپور څرګندوي، هم روسیې او هم اوکراین سرغړونې کړي. د روسیې سرغړونې د ماهیت له کبله د اوکراین تر هغو څو برابرې سترې دي.»

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کارپوهان وايي چې روسیې د دغه راپور په جوړولو کې د مرستو له کولو څخه ډډه کړې ده.

د دغه سازمان مرکز د اتریش په مرکز ویانا کې دی او د روسیې، اوکراین او امریکا په ګډون ۷۵ غړي لري. دا سازمان ۱۹۷۰ په لومړیو کلونو کې د لویدیځ‌ او ختیځ تر منځ د خبرو اترو لپاره په کار پیل وکړ.