د پولیو د واکسین په عامه پوهاوې کي د عالمانو رول

د فراه ولایت اوسېدونکي د پولیو واکسین عامه پوهاوې په اړه، د دیني عالمانو رول مهم بولې. د دوی په وینا زیات شمېر کلېوال وګړي لا تر اوسه هم د روغتیا په څانګه کې د ډاکټر تر خبرې د دیني عالم خبرې ته زیات ارزښت ورکوي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا مسوولین وایي، دوی هم د فلج ناروغۍ مخنېوې په موخه د پولیو واکسین په اړه د دیني عالمانو څخه مرسته غوښتي ده او زیات شمېر دیني عالمانو آن د جمعي ورځو په خطبو کښې د پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال بللی، او له کورنیو څخه یي غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

دا چې لا تر اوسه هم په ځېنو لیرې پرتو سیمو کښې خلک د پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال نه بولي، نو د فراه اوسېدونکي له ديني عالمانو څخه غواړې چې د پولیو واکسین په اړه په عامه پوهاوي کې مرسته وکړي.

د فراه یو تن اوسېدونکۍ محمد یونس څپاند وایي: "زموږ او ستاسو ټولنه سنتي ده او ږغ مو پر دیني علماو دادی چې د پولیو واکسین د ګټو او عامه پوهاوې په اړه خپل دیني مسوولیت ادا کړي.»

په همدې حال کې د فراه دیني عالمان هم ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو سپارښتنه کوي. د فراه ولایت یو تن لوی دیني عالم مولوي امیرجان آغا له ټولو خلکو څخه غواړې چې خپل تر پنځو کولو ښکته ماشومان د فلج پر وړاندې واکسین کړي.

هغه وایي: "پولیو واکسین د اسلام په شریعت کې حرام ندی، په اسلام کې طبابت د دوعا او دوا په مټ کیږي. دا خو ډیر ښه او نیک کار دې چې یو ماشوم د واکسین په واسطه د فلج ناروغۍ څخه وژغورل شي، دا خو ډیر د خیر او ثواب کار دی، ځکه د فلج انسان ساتل د نورو روغو انسانو لپاره هم ډیر ستونزمن کار دی."

باید وویل شي چې د عربستان په ګډون څو ځله د اسلامي هېوادونو لویو او مخکښه دیني عالمانو د فتواګانو په صادرولو د فلج ناورغۍ پر وړاندې د پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال بللی.