ملګري ملتونه وایي په لبنان کې د مخابرو چاودنې د نړیوال قانون څخه سرغړاونه ده

ملګرو ملتونو جمعه سپټمبر ۲۰ (وږي ۳۰) وویل چې په لبنان کې د مخابراتو لاسي آلو چاودنې ښایي جنګي جنایت وبلل شي چې لږ تر لږه ۳۷ تنه پکې وژل شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپي شویدي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر، ولکر تورک د لبنان په هکله د امنیت شورا په اضطراري غونډې چې د الجزایر په غوښتنې رابلل شوې وه، وویل چې نړیوال قانون د دې اجازه نه ورکوي چې د "بې ضرره آلو" څخه د چاودیدونکو وسیلو په توګه کار واخیستل شي.

ښاغلي تورک زیاته کړه چې په لبنان د دې چاودنو له کبله یې ټکان خوړلی.

هغه زیاته کړه، " په ملکیانو کې د ترهې خپرولو په هدف د تشدد څخه کار اخیستل جنګي جنایت دی". د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي په لبنان کې د مخابرو او نورو وسایلو چاودنو په هکله د جدي او شفافو پلټنو غوښتنه وکړله.

ولکر ترک دا هم وویل چې په لبنان کې د چاودنو دا پیښې د جګړې په ډګر کې یو نوی پرمختګ دی او زیاته یې کړه چې د مخابراتي آلاتو څخه د وسلو په توګه کارول عادي کار ندی.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب چې د امنیت شورا ته یې وینا کوله، د مخابرو او نورو آلو دا چاودنې یې د جګړې په ډګر کې "بې سارې طریقه، وحشت او ترهګري" وبلله او ملامتي یې په اسرائیل واچوله.

ښاغلي بوحبیب پخپلو خبرو کې د اسرائیل حکومت "ټګ" وباله او زیاته یې کړه چې پخپل "تروریستي تیري سره یې د بنسټیزو نړیوالو قوانینو د اصولو څخه سرغړاونه کړې".

سره لدي چي د اسرائیل حکومت په لبنان کې د چاودنو په هکله تبصره نده کړې خو دومره یې ویلي چې په غزې کې د حماس پر ضد د جګړې جبهه پراخوي چې لبنان به هم پکې شامل وي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر ډاني ډانان وویل چې هیواد یې د حزب الله سره د جګړې کولو نیت نلري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې اوسني شرایط نشي منلی.

ښاغلي ډانان د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې د هیواد په شمالي برخو کې د امنیت ټینګولو لپاره به اسرائیل د ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د لبنان او اسرائیل په سرحدي سیمو کې د کړکیچ ډیروالي په هکله دا اداره ډیره اندیښنه لري او د ټولو اړخونو څخه یې د زغم غوښتنه کړې.