ملګري ملتونه: د میانمار پوځ په ځورونو، ډله ایزو وژنو او جنګي جرایمو لاس پورې کړی

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۴) وویل چې د میانمار پوځ په هغه هیواد کې د بشري حقونو په سیستماتیک نقض لاس پورې کړی دی.

دغه سازمان د میانمار د پوځ له خوا د تیر کال د پوځي کودتا وروسته د بشري حقونو په برخه کې په خپل لومړي جامع راپور کې ویلي دي چې د بشري حقونو د نقض ډیری موارد په جنګي جنایاتو او د بشر په ضد جنایتو بدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې میشل باچلیت ویلي دي چې د میانمار امنیتي ځواکونو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو سیمو کې په هوایي بریدونو او د درندو وسلو په کارولو او په قصدي توګه د ملکي کسانو په نښه کولو سره ، د انسانانو ژوند ته په ښکاره بې پامي کړې ده.

میرمن باچلیت د راپور په اړه په یوې بیانیې کې ویلي دي چې اکثریت قربانیان په سر ویشتل شوي، سوځول شوي دي، په خپل سر نیول شوي، شکنجه شوي او یا هم د انساني سپر په توګه کارول شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې جګپوړي چارواکې د نړیوالې ټولنې د "معنداره اقدام" غوښتنه وکړه او ویې ویل:"په پراخه او لویه کچه د نړیوالو قوانینو هغه ویرونکی نقض چې د میانمار خلکو تیر کړی ، د نړیوالې ټولنې کلک ، یو موټي او پریکنده ځواب ته ضرورت لري."

د میانمار د پوځ ویاند د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ د ملګرو ملتونو د راپور په اړه د وضاحت په خاطر تماسونو ته ځواب ورنکړ.

خو د هغه هیواد پوځ ویلي دي چې د سولې او امنیت د راوستلو په خاطر مسولیت لري او د وحشیانه جنایاتو ترسره کیدل یې رد کړی او ترهګر یې د نارامیو په رامنځ ته کیدو تورن کړي دي.

د میانمار نظامي حکومت د ۲۰۲۱ کال په فبروري میاشت کې د آنګ سان سوچي‌ په مشرۍ د منتخب حکومت تر ړنګولو وروسته ندی توانیدلی ثبات ټینګ کړي او داسې غبرګونونه یې راپارولي دي چې په وروستیو لسیزو کې لیدل شوي ندي.

وروسته له هغه چې د میانمار پوځیانو د کودتا ضد مظاهره کوونکي وځپل غربي هیوادونو د هغه هیواد پر پوځ او تجارتونو باندې پراخ بندیزونه ولګول.

په دغو مظاهرو کې په زرګونه کسان ونیول شول او د هغه هیواد د مشرې انګ سان سوچي په ګډون چې د خلکو په پارولو تورنه شوې، ګڼ شمیر نور کسان تر قانوني څیړنو لاندې ونیول شول.

ملګري ملتونه وایي چې خپل راپور یې د ځورونو د ګڼ شمیر قربانیانو او شاهدانو سره د مرکو، د سټلایت د تصاویرو او د پرانیستو معلوماتي سرچینو په حواله برابر کړی دی.

د میانمار پوځ اوسمهال د پرځول شوي حکومت سره د متحدو ملیشه ځواکونو له خوا د هیواد په کلو او بانډو کې له دوامدار مقاومت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو راپور وایي چې د میانمار پوځ په ساګاینګ سیمه کې ډله ایزي وژنې کړي او یو شمیر داسې مړي موندل شوي چې لاسونه او پیښې یې تړلي وو.

راپور وایي چې د هغه هیواد په کایا ایالت کې د میرمنو او ماشومانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي او د حالت څخه ښکاره کیږي چې هغوی د تښتیدلو هڅه کوله چې ژوندي سوځول شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو راپور همدارنګه زیاتوي چې نیول شوي کسان د څیړونو پرمهال شکنجه شوي، له چتونو ځوړند شوي، برق ورکړل شوی، نشه یی مواد ور پیچکاري شوي او د جنسي تیري په ګډون، جنسي تاوتریخوالي ورسره شوي دي.

راپور همدارنګه وایي چې حد اقل ۵۴۳ کسان له نظامي حکومت څخه د ملاتړ له امله وژل شوي دي.