د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر اسرائیل د وسلو د بندیز په اړه غور کوي

دا پریکړه لیک د مسودې متن، د اسلامي همکاریو په سازمان (او آی سي) کې د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هیوادونو څخه د ۵۵ په استازیتوب د پاکستان لخوا وړاندې شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د جمعې په ورځ، اپریل پنځمه (وري ۱۷مه) د هغه پریکړه لیک د مسودې په اړه غور وکوي، چې په غزه کې د نسل وژنې احتمالي ګواښ ته په کتو سره پر اسرائیل د وسلو د بندیز غوښتنه کوي.

که چیرې ددغه پریکړه لیک مسوده تصویب شي، دا به لومړی ځل وي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا په غزه کې د جګړې په اړه دریځ غوره کوي.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر په حواله، ددغه پریکړه لېک متن د غزې تړانګې په ګڼ میشتو سیمو کې د "اسرائیل لخوا په پراخه توکه د ویجاړونکو وسلو کارول" غندلي او له اسرائیل څخه غواړي چې "د نسل وژنې مخنیوي لپاره خپل قانوني مسؤلیت ته غاړه کیږدي."

پاکستان دغه پریکړه لیک د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۵ غړو په استازیتوب د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی دی. البانیا چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړی دی، د دغه پریکړه لیک ملاتړ نه دی کړی.

د پریکړه لیک مسوده د بولیویا، کیوبا او په ژنیو کې د فلسطیني پلاوي له خوا هم تائید شوې ده.

په دغه اته مخیزه مسوده کې له اسرائیل غوښتل شوي چې د فلسطیني خاورې اشغال پای ته ورسوي او په سمدستي توګه د غزې د تړانګې غیرقانوني کلابندي او د راز راز ډله ایزو مجازات لغوه کړي.

پدغه مسوده کې پر هېوادونو غږ شوې دی چې په غزه کې د نسل وژنې احتمالي ګواښ ته په کتو سره پر اسرائیل د وسلو، مهماتو او نورو پوځي تجهیزاتو پلور یا لېږد بند کړي.

همدارانګه په یاده مسوده کې نه یوازې "د غزې په ګڼ میشتو سیمو کې د "اسرائیل لخوا په پراخه توګه د ویجاړونکو وسلو کارول غندل شوی" بلکې د غزې په تړانګه کې په روغتونونو، ښوونځیو، د اوبو رسولو پر شبکو، بریښناکوټونو او سرپناه ځایونو باندې ددغو وسلو د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده شوې ده.‌

همداراز د پریکړه لیک مسوده په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي او "د اسرائیل هغه کړنې چې کیدای شي د قومي تصفیې لامل شي" غندي. یاده مسوده په ټولو هیوادونو غږ کوي چې د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د جبري انتقال مخه هم ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري چې له دې ډلې څخه ۱۸ یې پر اسرائیل د وسلو د بندیز لګولو د مسودې ملاتړ کوي.

د دغه پريکړه ليک د تصويب لپاره ٢۴ موافقو رايو ته اړتيا ده، خو که د دې شورا غړي له رايې ورکولو ډډه وکړي، شونې ده په کمو رايو سره دغه پريکړه ليک تصويب شي.

اسرائیلي چارواکو تل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اسرائیل پر ضد په توکمیز چال چلند تورنه کړې ده.

د حماس او اسرائیل تر منځ تر ټولو خونړۍ جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې د تېر کال د اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو پر اسرائیل برید وکړ او د اسراییلي چارواکو په وینا، د حماس جنګیالیو۱۱۶۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او څه باندې ۲۴۰ یې یرغمل کړل.

د دې برید په غبرګون کې له هغه وخت راهیسې اسرائیل په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي او دغه سیمه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې ده.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل په خوابیه او غچ اخیستونکې بریدونو په پایله کې، تر اوسه پورې شاوخوا ۳۳ زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.