ملګري ملتونه: د بشري اساسي اړتیاو څخه ملاتړ افغانستان کې د تلپاتې سولې اساس جوړوي

نږدې لس کاله دمخه د ننګرهار ولایت د ګمبیري سیمه چې وچه دښته وه، د جاپان د حکومت په مرسته پکې یوه ۲۵ کیلومتره اوږده ویاله جوړه شوه چې دغه دښته یې په شنه ځنګل او د غنمو په کروندو بدله کړې ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږی کوونکی او د یوناما مرستیال انټریکا ریتواتي وايي چې په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې ټنګیدو لپاره د یو اساس رامنځ ته کولو په خاطر بشري مرستو پر ځای د افغانانو اساسي اړتیاوته د زیات ملاتړ برابرول اړین دي چې هغوی ته ددې اجازه کوي چې د معیشت د بیارغونې له لارې خپل عزت او وقار خوندي کړي.

انټریکا ریتواتي د افغانستان دوو جنوب لودیځو ولایتونو پکتیکا او خوست ته د سفر وروسته د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۰( وږي ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو لنډ ویډیوي پیغام کې ویلي چې ملګرو ملتونو په جنوب لودیځه حوزه کې د انکشافي پروژو د پلي کیدو لپاره افغانستان لپاره د مرستې د ځانګړي صندوق (STFA) څخه څلویښت میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

هغه ویلي: " د بشري مرستو څخه د اساسي بشري اړتیاو ته تلل د لا ډیر دوامداره ملاتړ برابرولو او افغانانو ته ددې ځواک ورکوي چې بیرته خپل وقار ترلاسه او معیشت بیارغونه وکړي او د تلپاتې سولې د ټنګیدو لپاره یو اساس رامنځ ته کړي".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په دغه هیواد کې د سولې د اساس د ټینګیدو لپاره د بشري مرستو څخه دوامداره د اساسي اړتیاو د پوره کولو ته مرسته کوونکو هیوادونو سازمانونو په روانو مرستو کې دا بدلون غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې په تیرو دریو کلنو کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانانو سره بشري مرستې ډیرې کمې شوي دي.

د بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د یوناما مرستیال انټریکا ریتواتي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د سولې د نړیوالې ورځې سره هممهاله کړي دي.

ملګري ملتونه د تیرو ۲۵ کلنو راهیسې د سپټمبر ۲۱ په نړۍ کې د سولې د فرهنګ د ودې لپاره د سولې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار د یو افغان بنسټ مشرې شهرزاد اکبر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغې ورځې په مناسبت لیکلي: " نن د سولې نړیواله ورځ ده او مونږ لا هم په خپل هیواد د سولې په تمه. د ۴۰ کلنو څخه د زیاتې مودې جنګ، تاوتریخوالي او ویجاړتیا، ظلم، پر ښځو ستم، تبعیض، لوږه احتیاج، بې کوره کیدل. د هغې ورځې په تمه چې افغانستان کې به سوله ټینګه شي".

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په افغانستان کې د اوږدو جګړو څخه زیږیدلي چاپیریال ته په کتنې او سولې ته د افغانانو د لیوالتیا له امله د سولې ورځ د یو لړ لویو غونډو په ترڅ کې نمانځل کیدله، خو د طالبانو په تیره درې کلنه واکمنۍ کې تر ډیره ددغې ورځې نمانځل له پامه غورځول شوي او ددغې ورځې په مناسبت نه ملګرو ملتونو او نه هم د طالبانو حکومت تراوسه د کومې غونډې بندوبست نه دی کړی.