تېرو شپږو میاشتو کې ۳۸۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا«یوناما» وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۱۳۶۶تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، د تېر ۲۰۱۸کال لومړۍ نیمايي ته په کتو د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د ملکي تلفاتو په کچه کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د سې شنبې په ورځ د «زمري میاشتې پر ۸مه» د یوناما په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د یادو تلفاتو ۵۲سلنه د دولت د وسله والو مخالفینو او ۳۷ سلنه نور حکومت پلوه ځواکونو ته منسوبېږي.

د یوناما د معلوماتو له‌مخې په دغه موده کې د حکومت ضد وسله والو لخوا ۵۳۱ تنه وژل شوي او ۱۴۳۷نور ټپیان شوي، چې د یادو تلفاتو ۳۸ سلنه د طالبانو، ۱۱ سلنه د داعش، او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو وسله والو لخوا رامنځته شوې ده.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې د روان کال په دویمه ربعه کې نسبت وسله والو مخالفینو ته د حکومت پلوه ځواکونو لخوا ملکي مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷۱۷تنه ملکي وګړي د حکومت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او ۶۸۰ نور ټپیان شوي چې ۱۸ سلنه یې افغان ځواکونو، ۱۲ سلنه یې نړیوالو سرتېرو ۲ سلنه یې حکومت پلوه ډلو او پاتې نور ناڅرګندو حکومت ډلو ته منسوبېږي، چې تېر کال ته په کتو ۳۰سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له‌مخې په یاده موده کې د هوايي عملیاتو پرمهال ۵۱۹ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۳۶۳ تنه یې وژل شوي او ۱۵۶نور ټپيان دي.

یوناما وايي، د دوی د معلوماتو له‌مخې د هوايي عملیاتو له امله ۸۳ سلنه تلفات د نړیوالو ځواکونو،۹ سلنه افغان هوايي ځواکونو او پاتې ۸ سلنه د حکومت پلوه ناڅرګندو حکومت پلوه ځواکونو له رامنځته شوي.

راپور وايي، د هوايي عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچې ۳۹سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یوناما ویلي:"په داسې حال کې چې د ټپيانو په کچه کې کموالی راغلی، خو د وژل شوو شمېر څه باندې دوه برابره شوی دی."

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې د تاوتریخوالې پېښو پر ښځو او ماشومانو هم منفي اغېز کړی، چې له امله یې ۱۴۴ ښځې وژل شوي او ۲۸۶ نورې ټپيانې شوي او تر څنګ یې په دغه موده کې ۳۲۷ ماشومان وژل شوي او ۸۸۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د دوحې د بین الافغاني غونډې سپارښتنې په نظر کې ونیسي.

د دوحې بین الافغاني ناسته چې د جولای پر ۷ او ۸مه تر سره شوه یوه غوښتنه یې د ملکي تلفاتو د کچې صفر ته راټیټول و.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، یاد راپور ثابته کړه چې د ملکي تلفاتو زیاته برخه د وسله والو مخالفینو لخوا رامنځته شوې ده چې له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.

د دغه شورا ویاند کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل: "موږ پر دولتي او دولت پلوه ځواکونه ډېر قیودات وضعه کړي، او دا مو تل ویلي چې د جګړې پرمهال باید اصول او قوانین مراعت شي."

خو طالبان بیا وايي، دا چې د یادو تلفاتو ۳۸ سلنه دغه ډلې ته منسوب شوي په واقعیتونه ولاړ نه دی.