د حکومتي ځواکونو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کچه زیاته شوې ـ یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر یا یوناما وايي، د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو درې میاشتو کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپيان شوي دي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د «غويي میاشتې پر ۴مه» په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې یاد شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۲۳ سلنه کموالی او له ۲۰۱۳ راهیسې په لومړۍ ربع کې تر ټولو کم شمېر ملکي تلفات ښیي.

راپور وايي، چې د یادې مرګ ژوبلې ۵۸۲ تنه ماشومان تشکیلوي چې ۱۵۰تنه وژل شوي او ۴۳۲ نور ټپيان شوي دي.

د یوناما راپور

یوناما په دغه موده کې د ملکي تلفاتو د کچې ټتېدو لامل د ځانمرګو بریدونو کموالی ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استاوزوالۍ دفتر وايي، چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله په وسله والو نښتو د سړ غاړې ماینونونو، د هاوان ګولیو توغولو، هوايي بریدونو، هدفي وژنو او د ناچاوده بمونو د چاودنو له امله اوښتې ده.​

راپور زیاتوي، چې د یادو تلفاتو ۳۴ سلنه د حکومت ملاتړو ځواکونو، ۳۹ سلنه د طالبانو، ۱۲سلنه د داعش او ۳ سلنه نور د ناڅرګندو ډلو لخوا اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د استازوالۍ دفتر ویلي، چې د تېر کال ورته مودې ته په کتو ملکي وګړو ته د حکومت پلوه ځواکونو لخوا په اوښتو تلفاتو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور وايي:"دولت پوله ځواکونو ۴۳ هوایي عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۱۴۵ تنه مړه او ۸۳ ټپیان شوي. نړیوال پوځې ځواکونه ۳۹ هوایي عملیاتو مسول و د کومو په نتیجه کې چې۱۴۰ تنه مړه او ۷۹ ټپیان شوي.د حکومت پلوو ځواکونو له خوا په هوايي بریدونو کې ۴۱ سلنه او په تصفیوي عملیاتو کې ۸۵ سلنه ډېروالی راغلی دی، چې یوناما یې اندېښمنه کړې ده."

یوناما وايي، د ټولو هوایي بریدونو د تلفاتو نیمایي برخه ښځې او ماشومان جوړوي چې په تېره مارچ میاشت کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې په کندز ولایت د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول.

یوناما ویلي چې په دغه موده کې د تاوتریخوالې پېښو تر ډېره د کابل، هلمند، ننګرهار، فاریاب او د کندز والیتونو خلک اغېرمن کړي دي.

نړیوالو ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان دفاع وزارت امریکا غږ ته وویل، چې دوی دغه راپور څېړي چې وروسته به یې په اړه نظر څرګند کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ بیا د روان کال په لومړۍ ربع کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کمېدو لامل، د ژمې موسم، پر لویو ښارونو د وسله والو مخالفینو د حملو نشتوالی، په لویو ښارونو کې د ځانمرګو بریدونو کموالی او له طالبانو سره د سولې خبرې یادوي.

د دغه کروپ مشر عزیز احمد تسل امریکا غږ ته وویل:"پکار داده چې حکومتي غاړي او وسله وال طالبان اوربند ته غاړه کښېږدي، ځکه یو روژه هم راروانه ده او هم د سولې خبرې روانې دي، افغان سرتېري هم باید د ولسمشر غني امر ومني او طالبان دي د خپلو مشرانو امر ومني.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه د خپل راپور خپرولو پر مهال وویل، چې په تېر ۱۳۹۷ کال کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۳۰۳۲ تنه وژل شوي او نژدې ۸۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.