ملګري ملتونه: دوبۍ په نندارتون کې د افغان میرمنو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي

Afghan Women Products

افغانستان کې د ملګروملتونو انکشافي ادادره (UNDP) وايي، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت د خونې په همکارۍ په دوبۍ کې د ۲۶ کوچنیو او متوسطو متشبثو افغان میرمنو د تولیداتو د نندارتون ملاتړ کوي.

د ملګروملتونو دغې ادارې د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ اتم ( کب ۱۷) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا نندارتون به د مارچ د میاشتې په ۱۶ مه د دوبۍ د "روتانا ارجان" په هوټل کې دریو ورځو لپاره پرانیستل شي.

ټاکل شوې په دې نندارتون کې به سوداګریز توکي لکه ګاڼې، قالینې، وچه میوه، لاسې صنایع، د لرګیو مصنوعات او د زعفران تولیدات نندارې ته کیښودل شي.

د ملګروملتونو د انکشافي ادارې د افغانستان د دفتر مسول عبدالله الدرداري ویلي، چې متشبثې میرمنې د خپلو کورنیو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د یو کاروبار د پیلولو پر مهال د خورا زیاتو ګواښونو سره مخ دي.

ښاغلي الدرداري ویلي: "له افغانستان څخه بهر د اړیکو نشتون یو د هغوستونزو څخه دی، چې هغوی ورسره مخ دي. دغه نړیوال نندارتون به لږ ترلږه د هغوی [ افغان میرمنو] د ځینو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي ترڅو نورو بازارونو ته لاس رسی ومومي".

د ملګروملتونو انکشافي ادارې ویلي چې دغه ۲۶ افغان متشبثو میرمنو نومونه یې د هغو ۳۴ زره ښځو څخه، چې د سوداګرۍ په برخه کې ورسره دغه اداره همکاري لري د یو پروګرام له مخې غوره کړي دي.

ښاغلي الدرداري ویلي: "مونږ دې ته ژمن یو، چې هرې ممکنې لارې دغو متشبثو افغان میرمنو څخه ملاتړ وکړو. د ملګروملتونوانکشافي اداره د ښځو د سوداګرۍ او صنعت د خونې او ښځو سره د مرستې په برخه کې د فعالو غیر دولتي موسسو له لارې په مستقیم د متشبثو افغان میرمنو کاروبار سره مرسته کوي."

ښاغلي الدرداري ویلي، چې په دوبۍ کې ددغو ۲۶ متشبثو میرمنو سره د نندارتون د پرانیستلو په برخه کې د ملګروملتونو ددغې ادارې دا مرسته افغان متشبثو میرمنو سره د دغې ادارې مرستو یوه برخه ده، چې په افغانستان کې ښځو سره د کوچینو مالي او غیرنغدي مرستو له لارې ترسره کیږي. دغې ادارې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې تر ۵۰ زرو پورې متشبثو افغان میرمنو ته د دغسې کوچینو مالي او تخنیکي مرستو د برابرولو پلان لري.

د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې متشبثې افغان میرمنې افغانستان کې تل پاتې اقتصادي ودې ته ژمنې دي. دغې خونې ویلي، چې اوس مهال ښځې په افغانستان کې د بل هروخت څخه زیات اقتصادي فرصتونو او مالي استقلال ته اړتیا لري او دننه او په بهر کې د نویو بازارنو په پرانیستلو سره د ښځو له کاروبار څخه ملاتړ کوي.

ځینې متشبثې افغان میرمنې وايي، افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د دوی کاروبار ډیر زیان لیدلی دی او ځینې کارونه یې بند شوي دي.

د کرنې په سکټور کې د متشبثو ښځو د ټولنې موسس ممتاز یوسفزي امریکا غږ ویلي و، چې پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونو نه یوازې ښځې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي بلکې ښځو ته یې روحي ستونزې هم پیدا کړي دي.

د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې د اټکل له مخې پر ښځو باندې د طالبانو د حکومت بندیزونه کیدای شي د افغانستان اقتصاد ته تر یو ملیارد ډالرو پورې زیان ورسوي. دا اداره وايي، چې دا اندازه د افغانستان د ناخالص کورني تولید پنځه فیصده جوړوي.