ترک: په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ښځو سره د توپیري چلند حمایت کوي

. طالبانو په ټولنیز ژوند کې پر ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي او هغوی یې تر ډیره د عام ژوند څخه ګوښه کړي دي.(عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک دغې شورا ۵۸ غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ښځو او نجونو سره د تبعیضي چلند حمایت کوي او افغانستان له دې پلوه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونود شورا عالي کمیشنر د دوشنبې په ورځ مارچ درېیم( کب ۱۳) دغې شورا ته په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه د څرګندونو پرمهال وویل چې د ملګرو ملتونو د ټولنې د تاسیس راهیسې نړیواله ټولنه د ډیرو په شاتګونو سره مخ شوې ده.

هغه د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د بشري حقونو پر وړاندې ننګونو او ګواښونو یادونه وکړه او افغانستان یې د یو داسې هیواد په توګه یاد کړ چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې توپیري چلند د طالبانو د حاکمې ادارې په ملاتړ سره کیږي.

هغه دا کړنه په نړۍ کې بې سارې وبلله او زیاته یې کړه چې په نړۍ کې د خپلسرو رژیمونو څخه نیولې تر دیموکراتیکو رژیمو پورې د بیلابیلو لارو ښځو او نجونو حقونو څخه انکار کیږي.

ولکر ترک وویل: " په افغانستان کې ښځې او نجونې د دولت [طالبانو حکومت] پر ملاتړ د جنیست پر بنسټ د توپیري چلند سره چې په نننۍ نړۍ کې بې ساری عمل دی مخ شوي. په مجازي ډ‌ول په خپلو کورونو کې بندیانې دي، هغوی ته د عادي ژوند تیرولو په برخه کې د حرکت، زده کړواو کار په ګډون د لومړنیو او اساسي ازادیو د ورکولو څخه انکار کیږي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر وویل چې د افغانستان د اوږدې مودې راتلونکې په اړه ژوره اندیښنه لري چې پخپله په ملي کچه ورته زیان رسول کیږي. ولکر ترک په خپله وینا کې د افغانستان د بل ګاونډي ایران په اړه وویل چې په دغه هیواد کې د حجاب د اغوستلو د قانون پلي کیدل په موقتي ډول ځنډیدلی دی. هغه له ایراني چارواکو وغوښتل چې دا قانون اود ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیري چلند نور قوانین په بشپړ ډول لغوه کړي.

همداشان ولکر ترک په ایران کې د ټولو بشري حقونو د فعالانو د خوشې کیدو او په خپلسر د هغوی نیولو او په زندان کې د اچولو د بهیر د پای ته رسیدو غوښتنه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر په ایران کې اعدام د سزا ګانو په پلي کیدو کې پر زیاتوالي باندې هم اندیښنه وښوده او ویې ویل چې په تیرکال (۲۰۲۴) کې په ایران کې د اعدام د۹۰۰ قضیو راپور ورکړل شوی دی. هغه د ایراني چارواکو څخه د اعدام د سزاګانو د لغوه کیدو غوښتنه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډه د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوي، چې د اپریل د میاشتې ترڅلورمې ورځې لبه دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډې ته ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د فبرورۍ ۲۷ (کب نهمه) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په ۲۰ مخونو کې خپل راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د ښځو په اړه د طالبانو سخته تګلاره باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تعقیب شي.

هغه وویل چې طالبانو خپل د "ښځو ځپونکی" چلند نور هم شدید کړی او د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.

نوموړي په مشخص ډول ویلي دي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له تصویب کېدو وروسته په افغانستان کې محدودیتونو "بنسټیزه بڼه" خپله کړې ده.

دې غونډې ته اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول د بشري حقونو څخه سرغړونې او د ناوړې ګټې اخیستنې لپاره ترسره شوي اقدامات په کلکه غندلي او ویلي دي چې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو توپیري چلند کیدای شي د روم اساسنامې له مخې، چې افغانستان یې هم غړی دی د بشریت پر وړاندې د جنایتونو کچې ته لوړ شي.

اروپايي ټولنې د فبرورۍ ۲۷ (کب نهم) په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۸ غونډه کې افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د راپور څخه ملاتړ څرګند کړی دی.

په دې اعلامیه کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ځپلو او محدودولو په برخه کې په ځانګړي ډول د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون یادونه شوې ده.

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې دا قانون د توپیري چلند تر ټولو افراطي بڼه تائیدوي چې په ټولیز ډول د طالبانو د ایډیالوژۍ او پالیسۍ اساسي عنصر جوړوي.

طالبانو حکومت لا د ولکر ترک دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ملګرو ملتونو په ګډون له کور بهر په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو په ټولنیز ژوند کې هم پر ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي او هغوی یې تر ډیره د عام ژوند څخه ګوښه کړي دي. ملګرو ملتو د ښځو او نجونو سره د طالبانو دا ډول چلند د جنسیت پر بنسټ توپيري چلند ته ورته چلند بللی دی او ویلي دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول نجونې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې له زده کړو منع شوي دي.