د بریتانیا د حکومت یوې وزیرې د سه شنبې په ورځ ددغه هیواد په پارلمان کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه د یو بحث وروسته پر طالبانو باندې نړیوالو فشارونو پر ساتلو ټینګار وکړ او ددغې ډلې څخه یې وغوښتل چې باید خپل ټول "وحشیانه" فرمانونه لغوه کړي.
د بریتانیا پارلمان د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵( کب اوومه) پر خپله انټرنیټي پاڼه ددې بحث په اړه د بریتانیا د پرمختګ د وزیرې اني لیسي ډوډز څرګندنې خپرې کړي چې په کې د ښځو سره د طالبانو چلند په سختو ټکو غندل شوی دی.
میرمن اني لیسي ډوډز ویلي: " مونږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو ډارونکی چلند غندو. طالبان باید خپل وحشیانه فرمانونه لغوه کړي او مونږ د ډله ییز فشار د ساتلو لپاره [طالبانو باندې] خپلو نړیوالو ملګرو سره خپل کار ته دوام ورکوو."
د بریتانیا د پرمختګ دغې وزیرې دا څرګندونې د بریتانیا د پارلمان د یوې غړې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دغه وزارت په افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره څه کړي وکړې.
د بریتانیا د پرمختګ وزیرې وویل، چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د ګواښونو سره مخ کړی دی. هغې وویل چې بریتانیا په افغانستان له نجونو څخه په ځانګړي ډول د هغوی له زده کړو څخه ملاتړ ته ژمنه ده.
هغې وویل چې ددې لپاره چې دا ملاتړ مخامخ نجونو ته ورسیږي په دې اړه یې د اغاخان بنسټ سره خبرې کړي دي.
خو د بریتانیا د پرمختګ وزیرې وویل چې په دې برخه کې د سیاسي پلوه هم پر طالبانو باندې سخت فشار اچولو ته اړتیا لیدل کیږي.
میرمن اني لیسي ډوډز وویل: " زه ډیره خوشاله یم چې بریتانیا د سیاسي پلوه د ښځو پر وړاندې د هرډول تاوتریخوالي له منځه وړلو د کنوانسیون څخه د سرغړونو له امله د جرمونو نړیوالې محکمې ته د افغانستان د دوسیې د راجع کیدو د نوښت څخه ملاتړ کوي" .
د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې اسپانیا، چیلي، کوسټوریکا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو یو ځای په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري وضعیت په لا خرابیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې وه او د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای سي سي) د څارنوال دفتر کریم خان ته یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په تړاو د پلټنو د پیلیدو لپاره یوه دوسیه سپارلې وه.
ددغو هیوادونو ددې اقدام وروسته د بریتانیا په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو هم خپل ملاتړ څرګند او د جرمنو د نړیوالې محکمې له لارې یې په افغانستان کې د بشري سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه د يپلټنو غوښتنه کړې وه.
د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځورونې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵، د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روانې دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۳( سلواغې څلورمه) وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په ګډون د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.
کریم خان وویل: "زموږ اقدام ښيي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د دې ډول حالت دوام د منلو وړ ندی." خو د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو د امر صادرېدو له غوښتنې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت د جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځمه) دا غوښتنه وغندله او هغه یې یوه "سیاسي هڅول شوې" موضوع وبلله.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، ویلي چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه د جرمونو نړیوالې محکمې "د يو څارنوال د تورونو پر بنسټ... د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوه ګونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده او... دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې."
د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې، "د تاسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنگي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي".
طالبانو لا د بریتانیې د پرمختګ د وزیرې څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي، بلکې پرښځو او نجونو باندې یې د کور څخه بهر په کار هم بندیزونه لګولي دي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي موسسو کې هم ښځې او نجونې له کار څخه منع کړي دي. طالبانو د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې له وړاندې ښځې له کار څخه منع کړې دي.
فورم \ دبحث خونه