د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته چې ۵۳ فیصده یې ماشومان وو، د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزې ساتنې او د ټولنو د بوختیاو د پروګرامونو له لارې په حیاتي برخو کې مرستې برابرې کړي دي.
افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر مشر ډاکټر تاج الدین اویواله د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب پنځم) په ایکس کې په خپله پاڼه په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ۱۲.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیون کسان د اوږدو جګړو د اغیزو، پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د ستنیدو د ستونزو، د سختو اقلیمي ټکانونو او د سخت اقتصادي سقوط څخه د زیږیدلې پراخې بیکارۍ له امله پر بشري مرستو متکي وو.
یونیسف په دې راپور کې ویلي: "یونیسف په ۲۰۲۴ کال کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۶۲۸۲۰۷ ماشومانو ته چې د سختې خوارځواکۍ له امله یې خپل زیات وزن بایللی و، حیاتي درملنه برابره کړې او تر ۸۰ فیصدو پورې یې د هغوی ستونزو ته حل لاره موندلې ده".
په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د درېیم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو د بشري مرستو د عملیاتي پلان (HAC) لپاره د نړیوالې تولنې څخه د ۱.۴۴ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده، چې تیر ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته ددغې اړینې بودیجې یوازې ۵۶٪ بودیجه برابره شوې وه.
یونیسف په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په افغانستان کې د یوې خوا د افغانانو بشري اړتیاوې د تیرکال په څیر پر خپل ځای پاتې دي او د بلې خوا دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
افغانستان کې د روغتیا کلسټر چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې د روغتیا په سکټور کې یو شمیر غیر حکومتي موسسې او ادارې په کې کار کوي په دغه هیواد کې د روغتیا په سکټور باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډ د اغیزو په اړه ویلي چې د مرستو ځنډیدو ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو باندې اغیزه کړې ده.
د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په افغانستان کې د روغتیا کلسټر د معلوماتو پر اساس په یو خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله په افغانستان کې د یو زیات شمیر روعتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډیدلي دي.
په دې راپور کې ویل شوي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۳۱ ولایتونو کې تر ۳۲۰ پورې روغتیايي مرکزونه چې شاوخوا ۲.۴ میلیونو اړمنو افغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو د ځنډیدو له امله اغزمن شوي او اوس مهال روغتیايي مرستو ته لاس رسی نلري.
ددغه راپور له مخې دغو روغتیايي مرکزونو ته ۱۳ غیر حکومتي ادارو خدمتونه برابرول چې اوس یې دغو مرکزونو سره مرستې اغیزمنې شوي دي.
ملګري ملتونه د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د یو راپور له مخې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د روغتیا سکټور ته د بودیجې د برابرولو په برخه کې لویه ونډه لري او په دغه هیواد کې بشري مرستو لپاره د ټولې بودیجې ۴۳.۹ فیصده یې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا برابریږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې تمه کیدله چې د امریکا متحده ایالات به په ۲۰۲۵ کال کې د بشري چارو د پرمختګ لپاره لږ تر لږه تر ۲۳۴ میلیونو ډالرو پورې بودیجه چې په دغه کال کې د ټولې اړینې بودیجې ۱۰ فیصده کیږي برابر کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د روان کال ۲۰۲۵ د جنورۍ په ۲۴ د امریکا نږدې ټولې بهرنۍ مرستې ددغو مرستو د موثریت د ارزولو په موخه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.
افغانستان لا هم د نړۍ په هغو هیوادونو کې شمیرل کیږي چې په کې د زیږون پر مهال په کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.
دمخه ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونه شي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تیر ۲۰۲۴ کال په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یو مور د درملنې وړ د زیږون اړوند عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې ورسره دا هیواد په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې ډیره لوړه ده.