نړیوال بانک ویلي چې افغانستان د خوړو د خوندیتوب د سخت بحران سره مخ دی او په دغه هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ ۱۲.۹ میلیونو افغانانو له ډلې ۲.۹ میلیونه یې د سختې لوږې د حالت په درشل کې دي.
دغه بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې همدا اوس ۱۲.۹ میلیونه افغانان چې ددغه هیواد د وګړو له دریو څخه یوه برخه جوړوي د خوړو نه خوندیوب تجربه کوي.
د نړیوال بانک د راپور پراساس اقتصادي بې ثباتي، د اقلیم بدلون څخه زیږیدلي ټکانونه او د کرهڼیزو محصولاتو په برخه کې اختلالاتو افغانستان د اساسي اړتیاو د پوره کولو په برخه کې د ستونزو سره مخ کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي، ددې سره سره چې نړۍ پریکړه کړې چې د ۲۰۳۰ کال پورې به په نړیواله کچه لوږه د صفر کچې ته راټیټه کړي، خو په افغانستان کې بشري ستونزې دې هدف ته د رسیدلو په برخه کې یو بل ډول تصویر وړاندې کوي.
د نړیوال بانک د معلوماتو پراساس: " اقلیمي ټکانونه په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب اساسي محرک دی، چې په پام وړ ډول یې د دغه هیواد د جګړه ځپلي کرهڼیز اقتصاد اغیزمن کړی دی. سیلابونو او وچکالۍ د کرهڼې څرخ ګډوډ کړی او بزګرانو ته یې د تولید ساتل د ستونزو سره مخ کړي دي".
دغه بانک په تیرو ۱۵ کلنو کې د هرې میاشتې د څیړنې پراساس ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ویلي چې په افغانستان کې اقلمي بدلونونو په ځانګړي ډول د سیلابونو راوتلو د خوړو نه خوندیتوب ۲۳ فیصده او د خوړو بحران ۵.۹ فیصده زیات کړی دی.
نړیوال بانک په دې راپور کې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه دا معلومات په داسې حال کې خپاره کړي چې ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او پخپله دا هیواد ددغو اغیزو د کمولو لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.
ددې راپور دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري مرستو رسونې په کارکوونکو باندې د محدودیتونو د زیاتیدو او د اقلیم بدلون اغیزو له امله په دغه هیواد کې خوړو ته د خلکو لاس رسی ډیر محدود کړی دی او دا هیواد په نړۍ کې د لوږې د حالت سره مخ یو هیواد په توګه پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکي وو چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ناروغۍ وکړیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د کچې په پراخیدو اندیښنه ښودلې او نړیوالې ټولنې څخه یې اړمنو افغانانو ته د مرستې د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.
همداشان د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې شاو وې لي یو ویډیوي پیغام کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ د اغیزو له امله په ډله ییز ډول د کلیوالو له خوا د خپلو کلیو پریښودلو مسلې یادونه کړې ده.
میرمن شاو وې لي، د وچکالۍ څخه ځپل شوي یو کلي څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې یې ډیر کلي لیدلي چې اوسیدونکي یې د وچکالۍ د اغیزو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.
میرمن لي ویلي: " هغوی د یو بل ژوند د جوړولو په لټه بل هیواد ته تللي دي او هغوی چې لا هم پاتې دي او د تللو لپاره هیڅ ځای نلري ترټولو اړمن کسان دي".
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې افغانانو سره د یوې خوا خپلې مرستې بندې کړې او د بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ددغه هیواد پر بانکونو باندې یو لړ محدودیتونه ولګول چې له امله یې په دغه هیواد کې اقتصادي بحران لا پراخه شو.
په تیرو څه باندې دریو کلنو کې ملګرو ملتونو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر جاري ساتلی، خو په دغو دریو کلنو موده کې نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرامونو د دوام لپاره لازمه بودیجه نه ده برابره کړې، چې له امله یې ملګري ملتونه میلیونو افغانانو سره بشري مرستو رسولو پروګرام بندیدو او یا هم محدویدو ته اړ شوي دي.
فورم \ دبحث خونه