یونیسف: که یې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۲۹ ( لړم اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کابل ښار په یوه سیمه کې د اوبو د ویشلو د یوې شبکې څخه ددِې ادارې د افغانستان د دفتر د مشر تاج الدین اویواله او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا د کتنې خبر ورکړی او په ښار کې د اوبو د کمښت د بحران د پراخیدو خبرداری ورکړی دی.

یونسیف لیکلي: "اوبه ژوند دی. په چټکه توګه ښاري کیدل او د اقلیم بدلون له امله به په کابل کې د ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي. که چیرې مونږ همدا اوس لاس په کار نشو مونږ دا بهیر نشو درولی".

په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه د تیرو ډیرو اوږدو کلنو راهیسې شتون لري، خو په وروستیو کلنو کې دا ډیره پراخه شوې ده. ددغه ښار په غرنیو سمیو کې یو شمیر اوسیدونکي وايي د ښار د نورو برخو پرتله دوی د اوبو د کمښت له ستونزې سخت کړیږي او تراوسه ددې ستونزې د هوارلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د دوی په سیمه کې د پام وړ کوم اقدام هم نه دی شوی.

د اوبو د سرچینو او چاپیریال چارو یو افغان څیړونکی نجیب الله سدید وايي چې نن سبا د کابل په ښار کې اوبو ترلاسه کولو د تجملي شیانو بڼه نیولي ده.

هغه د روان ۲۰۲۴ کال سټمبر ۲۳ ( تلې دوېیم) په کابل کې د څښاک د پاکو اوبو په تړاو د یو انلاین بحث وروسته د ایکس په پاڼه لیکلي: "ځینې کیدای شي چې د ځمکې لاندې په ډبرو کې د اوبو وروستي څاڅکي ته لاس رسي ومومي، ځینې نور باید چې په لوړه بیه اوبه واخلي، په داسې حال کې چې زیات شمیر خلک باید چې په خپل خوږ کابل کې خپل کورونه پریږدي [اوبو په لټه کې] ځکه چې هغوی ممکن د ترلاسه کولو توان ونلري".

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په کابل کې د اوبو ستونزې ته د حل د موندلو لپاره د پنجشیر ولایت د سیند څخه دغه ښار ته د اوبو د انتقال په پروژه باندې کار کوي او ددغې پروژې تخنیکي چارې بشبړې شوي دي. ددغه وزارت ویاند مطیع الله عابد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې ددې پروژې عملي چارې به د طالبانو د مشر له خوا د پروژې د منظورۍ وروسته پیل شي.

ټاکل شوې چې ددې پروژې له لارې به د پنجشیر د سیند څخه دوه مترمکعبه د څښلو پاکې اوبه کابل ته انتقال شی او شاوخوا دوه میلیونو کسانو ته به د څښلو پاکې اوبه برابرې شي.

د کابل په ګډون په افغانستان کې د پرله پسې وچکالیو او د اقلیم د بدلون د اغیزو او هم د ځمکې لاندې اوبو څخه په خپلسر او غیر معیاري بڼو د کرکیلې لپاره د کار اخیستلو له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه خورا زیاته ټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د اوبو د نړیوالۍ اونۍ په مناسبت د اګست ۲۸(وږي اووم) ویلي وو، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولوهڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي چې په کلیوالو سیمو کې کورنیو غړي په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو لپاره د اوبو په لټه کې مزل کوي.

اوچا ویلي: "په افغانستان کې د حرارت د درجې لوړیدلو سره د اوبو کمښت ستونزه لا پراخه شوې ده. ۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو په مبارزې بوختې دي (۲۰۲۱ کال کې د ۴۸ فیصدو څخه پورته شوی ده). کلیو کې کورنۍ په اوسط ډول تر ۱۷ دقیقو د اوبو د راوړلو لپاره مزل کوي او په ښاري سیمو کې کورنۍ د اوبو ترلاسه کولو لپاره د تیرو کلنو پرتله دوه ځلې زیاتې پیسې مصرفوي".

افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د سختو اغیزو لاندې دی. په دغه هیواد کې د اوږدې وچکالۍ په زرګونو کورنۍ د اوبو په لټه کې خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي.

سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په افغانستان کې اقلیم د بدلون اغیزو په اړه یو راپور کې نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل او ګرمۍ څپې، یخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدل دغه هیواد کې اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي.

ددغه راپور پر اساس که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپریدو په برخه کې ډیره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هیوادونو په ډله کې ځای لري.

په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې بشري اړتیاو د ارزونې بنسټ ویلي چې افغانستان د ګرمۍ کچه د نړۍ د ګرمۍ د کچې له اوسط څخه پورته ده او د ۱۹۵۰ کال راهیسې هرکال په دغه هیواد کې د ګرمۍ کچه د ساتني ګراډ په کچه ۱.۸ درجې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په تیرو څلورو لسیزو کې په اکثرو شمالي، لویدیځو، جنوب ختیځو او جنوبي ولایتونو کې کم اورښت وریدل ثبت شوي او وچکالۍ اغیزې زیاتې شوي دي.

ددې راپور پر اساس په افغانستان کې یخچالونه د خوږو او طبیعي اوبو په ذخیره کولو او د موسمي سیندونو د تنظیم په جریان کې اساسي ونډه لري او تر ۸۰ فیصدو پورې ددغه هیواد د اوبو منابع د هندوکش له غرونو منشا اخلي.

په دې راپور کې دغو عواملو ته په اشارې ویل شوي چې افغانان به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ د اقلیم د بدلون او یا هم د هغې د ترکیب د عمده ګواښونو سره مخ شي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ناکافي اورښت او اوبو ته د تقاضا د زیاتیدو له امله د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټیدل، د کرهڼې او کورنۍ د مصرف لپاره اوبو ته د میلیونونو افغانانو لاس رسی په جدي ډول کموي. د هریرود، مرغاب، هلمند سیند او د کابل سیند ساحې د خطر لاندې ساحو کې شاملې دي

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۳۰ کال پورې به پرله پسې وچکالۍ (د نورمال حالت څخه د اورښت کمیدل) اوبو ته ناپایداره تقاضا او د هندوکش – هیمالیا د واورو اورښت کمبود به په افغانستان، ایران، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان کې اوبو ته د لاس رسي د کمیدو سبب شي.