د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم (سلواغې ۲۲) به ددغې شورا غړي په یوه غونډه کې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
دغې شورا پر خپلې انټرنیټي پاڼه باندې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیونیو ګوتیرش دا غونډه په عراق، د شام او سوریې شاوخوا سیمو او په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه په ستراتیژیکه کچه په شپږمیاشتنی راپور باندې د بحث لپاره رابللې ده.
ټاکل شوې چې دې غونډې ته به د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورنوکوف او تروریزم سره د مبارزې د کمیټې اجرائیوي مشره نتالیا ګهرمن هم ویناوې وکړي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " ټاکل شوې دغه دوه چارواکي به د داعش د ډلې د ګواښونو په تړاو چې پرخپل ځای پاتې دي د غونډې کډونوالو ته معلومات ورکړي".
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي راپور چې د روان کال د جنورۍ په ۳۱ د غړو هیوادونو استازو سره شریک شوی و، په کې ویل شوي وو چې د غړو هیوادونو له خوا د اسلامي دولت د خرسان څانګې (داعش) د مشرتابه مالي سرچینو په نښه کولو سره سره دغې ډلې په خپلو کړنو کې انعطاف ښودلی دی.
په دې راپور کې همداشان ویل شوي چې ددغې ډلې د پروپاګند څانګه په "پراخه توګه پاتې شوې" او ددې یادونه شوې چې دا ډله لا هم د " پام وړ نغدو پیسو سرچینو" ته لاس رسی لري چې د اټکل له مخې یوازې په عراق او سوریه کې یې د پیسو اندازه شاوخوا لس میلیونو ډالرو ته رسیږي.
ددې سربیره ټاکل شوې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې به د افغانستان په ګډون په نورو سیمو کې د داعش د ګواښونو په اړه هم خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګه نه یوازې افغانستان، بلکې د عراق او سوریې په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو ته هم جدي ګواښ دی.
په دې راپور کې ویل شوي چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې ملاتړو د فرانسې په ګډون په اروپايي هیوادونو کې بریدونه پلان کړي وو او په فرانسه کې مقاماتو یو ۱۸ کلن ځوان چې په دغه هیواد کې یې د ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په میاشت د یو برید پلان ترتیب کړی وو نیولی وو.
همداشان په دې راپور کې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې پر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني باندې د ځانمرګي برید چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی و، هم یادونه شوې او ویل شوي چې کیدای شي چې داعش به دا برید د طالبانو هغه ادعا تر پوښتنې راوړلو لپاره کړی وي چې وايي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی.
طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ادعا کوي چې په دغه هیواد کې یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) په ګډون ټولې وسله والې ډلې له مڼځه وړي او بشپړ امنیت یې ټینګ کړی دی. خو داعش او د طالبانو د حکومت ځینو نورو مخالفو وسله والو ډلو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو ښارونو کې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
همدا تیره میاشت جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیمه) داعش د تخار په ولایت کې د یو چینایي وګړي چې د یو کان د ایستلو په برخه کې یې کار کاوه د وژلو مسوولیت په غاړه اخیستی وو.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د پېښې جزئیات تایید کړي او ویلي یې دي چې وژل شوی کس، یو چینایي سوداګر و چې په افغانستان کې یې د کان کیندنې قرارداد درلود.
داعش په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول شیعه او هزاره توکمو وګړو د بریدونو سربیره په بامیان او کابل کې د بهرنیانو پر وړاندې هم څو بریدونه ترسره کړي دي.
داعش د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۱۲په کابل کې د چینایي سوداګرو د اوسیدانې پر یو هوټل باندې د برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی وو، چې لږ تر لږه درې ملکیان په کې وژل شوي وو او ۱۸ نور، چې بهرنیان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي وو.