روسیې یو امریکايي خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی  

نیول شوی خبریال ایوان ګریشکویچ

د روسیې د فدرال امنیتي څانګې (آر اس اف) نن پنجشنبه مارچ ۳۰ (وري لسمه) وویل چې د والسټریټ ژورنال یو امریکايي خبریال یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د آر اس اف مقامات وايي چې دوی «د امریکايي وګړي ایوان ګېرشکویچ فعالیتونه بند» کړي او د والسټریټ ژورنال په خبریال باندې «د امریکا حکومت د ګټو لپاره د جاسوسۍ تور» دی.

خو د والسټریټ ژورنال ادارې دا تورونه «په کلکه» رد کړي او ویلي دي چې د «ښاغلي ګریشکویچ د مصونیت په اړه ډېره اندېښمنه» ده.

د بې پولې خبریالانو ادارې ویلي چې په دې خبرې هېښه شوې او داسې ښکاري چې دا «غچ اخیستل» وي. دغې ادارې ویلي چې ګریشکویچ د «واګنر» په نوم د امنیتي خصوصي شرکت په اړه تحقیق کاوه. دا شرکت د اوکراین جګړې ته اجیر عسکر ورکوي او د روسیې له پوځ سره مرسته کوي.
د روسیې د فدرال امنیتي‌ څانګې منلې ده چې نیول شوي خبریال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څخه د کار جواز لره او وايي چې هغه د روسیې د «امنیتي صنعت د کمپلیکس» په اړه د معلوماتو ټولولو له کبله نیول شوی دی.

دغې ادارې ویلي دي: «دا بهرنی په یکاترینبورګ کې هغه مهال ونیول شو چې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا ذخاروفوا هم همدا تورونه تکرار کړل او وویل چې «هغه لاس په لاس» نیول شوی دی.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریاکوف ویلي دي‌ اوس لا وختي ده چې د دغه امریکايي وګړي په تبادلې باندې خبرې وشي.

د روسیې خبري رسنیو د هغه له خولې لیکلي دي: «په تېر وخت کې چې کومه تبادله شوې وه، په هغې کې هغه کسان وو چې د بند موده یې بشپړه کړې وه.»

د کریملین ویاند دمتري پسکوف په جاسوسۍ د والسټریت ژورنال د خبریال د تورنولو تر څنګ خبرداری ورکړ چې نباید د امریکا له لوري د روسیې د خبریالانو په اړه کوم اقدام وشي. هغه وویل: «هیله لرو چې داسې ونشي او باید داسې ونشي.»

یو دېرش کلن ګریشکویچ له والسټریټ ژورنال څخه مخکې د فرانس پرس اژانس لپاره کار کاوه. هغه په انګلیسي ښه پوهېږي او د مسکو ټایمز انګلیسي ویبسایټ لپاره یې هم کار کړی. کله چې د هغه کورنۍ له روسیې څخه متحدو ایالتونو ته کډواله شوه، هغه کوچنی و.

د روسیې د پوځي چارو کارپوهې تاتیانا ستانووایا د ګریشکویچ له نیول کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي: «ستونزه دا ده... حقیقت دا دی هاغسې چې نن د روسیې د فدرال امنیتي‌ څانګه جاسوسي تعبیروي، دا مانا لري هر څوک چې له پوځي چارو سره لیوالتیا لري، ۲۰ کاله بندي کېدای شي.»

بندیان او سیاسي انګیزه

دا مهال یو شمېر امریکايي وګړي د روسیې په بندیخانو کې دي. واشنګټن او مسکو یو بل تورنوي چې د سیاسيانګیزو په اساس خلک نیسي او بندیانوي. د جنوري په میاشت کې په روسیې کې د یو امریکایي وګړي په ضد د جاسوسۍ قضیه پیل شوه، خو نوم یې خپور نشو.

همدغه راز روسیې د امریکا د پوځي ځواکونو یو پخوانی منصبدار پاول ویلان په ۲۰۱۸ کال د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کالونو بند محکوم کړ. امریکا وايي چې هغه یو عادي شخص و او د خپلو شخصي کارونو لپاره مسکو ته تللی و، واشنګټن د هغه د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

روسیې په اوکراین باندې د یرغل له پیل راهېسې په مطبوعاتو او خبریالانو کلک بندیزونه لګولي، هغوی یې ځپلي دي او یو شمېر یې د بېلا بېلو تورونو له کبله بندیان کړي او ځينې ادارې یې هم تړلې دي.

په همدې حال کې د امریکا او روسیې ترمنځ د بندیانو تبادلې هم شوې دي. د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې مسکو د متحدو ایالتونو د باسکتبال ستورې بریټني ګرینر خوشې کړه. هغه د نشه يي موادو د انتقال په تور نیول شوې وه چې د روسیې د وسلو له معامله کوونکي ویکتور بوټ سره تبادله شوه.