د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې روسي بیلتون غوښتونکو د دوو امریکایانو په ګدون لس تنه آزاد کړل


چارواکو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږي ۳۰) وویل چې د بندیانو په یوې تبادله کې د روسیې له ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو د دوو پخوانیو امریکایي پوځیانو او پنځو بریټانویانو په ګډون ۱۰ تنه آزاد کړي دي.

دغه دوه پخواني امریکایي پوځیان چې د اوکرایني ځواکونو په ملاتړ د روسي ځواکونو په وړاندې جنګیدل کابو درې میاشتې مخکې لادرکه شوي وو او اوس د سعودي عربستان په منځګړیتوب آزاد شوي دي.

د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس جوبایډن د ملي امنیت د شورا سلاکار جک سلیوان د هغوی د خوشي کیدو هرکلی کړی او په دې اړه یې د اوکراین او سعودي عربستان د حکومتونو له هڅو مننه کړېده.

ښاغلي سلیوان پدې هکله په ټویټر کې لیکلي:" موږ سترګې په لار یو چې زموږ اتباع له خپلو کورنیو سره یوځای شي."

۴۰ کلن الکس ډروکي او ۲۷ کلن انډي هین د روان میلادي کال د جون میاشتې په نهمه نیټه د روسیې پولې ته نږدې د اوکراین په شمال ختیځ د خارکیف په سیمه کې لادرکه شول.

دغه دوه امریکایان په خپله خوښه اوکراین ته تللي وو او هغوی ځکه ملګري شوي وو چې دواړه د الاباما ایالت وو. د ډروکي د کورنۍ یوې غړي دیانا شا په یوې مشترکه بیانه کې د هغوی آزادیدل تائید کړي.

په بیانیه کې وژل شوي:" هغوی په خوندي ډول په سعودي عربستان کې د امریکا له سفارت سره دي او له طبي ازمایښتونو او بیا کتنې وروسته به بیرته متحدو ایالتونو ته ستانه شي."

د امریکا سفارت یو چارواکي ویلي دي چې دواړو خوشي شویو امریکایانو له خپلو کورنیو سره خبري کړي او په "ډیر ښه حالت" کې دي.

د سعودي عربستان سفارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د روسي‌ بیلتون غوښتونکو په قید کې یې د لسو بهرنیانو د خوشي‌ کیدو په برخه کې مرسته کړې ده. دغه لس تنه له مراکش، متحدو ایالتونو، بریټانیا، سویډن او کورشیا اتباع دي.

د ۲۱۵ اوکراینیانو آزادیدل

بلخوا اوکراین هم اعلان کړی چې د ۵۵ روسي بندیانو د خوشي کیدو په بدل کې، د هغوی ۲۱۵ پوځیان آزاد شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د سپټمبر په ۲۱ په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل، دغه بندیان د هغې هوکړې پر اساس چې پخوا له رجب طیب اردوغان سره شوې وه، ترکیې ته انتقال شوي دي.

ښاغلي زیلنسکي وویل چې دا بندیان به د جګړې تر پایه پورې په امنیت او بشپړې آرامتیا کې په ترکیه کې پاتې شي.

په دغو اوکرایني پوځيانو کې یو شمیر هغه کسان هم شامل دي چې د ماريوپول د ازوفسټیل د پولادو فابریکې د جګړې پرمهال نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG