د امریکا سترې محکمې د حمل د سقط درملو ته د لاسرسي حق خوندي کړ

د امریکا قانون جوړوونکو ددغه هیواد د سترې محکمې هغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې د حمل د سقط درملو ته د ښځو د لاسرسي حق یې خوندي کړی دی.

د امریکا سترې محکمې ددې هېواد د یوې ابتدایه محکمې مخنیوی وکړ چې د یادو درملو پر کارولو یې د بندیز لګولو هڅه کوله.

سترې محکمې د جمعې په ورځ د ټکساس ایالت د یوې محکمې له لوري د حمل د سقط لپاره د "میپي پریسټون" په نوم ګولیو باندې د بندیز حکم رد کړ. دا ګولۍ په امریکا کې د حمل د سقطولو له نیمايي زیاتو مواردو کې کارول کيږي.

دموکرات سناتور مارک وارنر وايي، په ټکساس کې د یو قاضي له خوا له شلو کلونو راهیسې کارېدونکو خوندي درملو باندې د بندیز لګولو پرېکړه ناسمه ده.

هغه زیاتوي: "پدې اړه باید ښځې تصمیم ونیسي. دا د ښځو په روغتیايي چارو کې لاسوهنه ده. دا دومره د ښځو د حقونو موضوع نده، څومره چې د ښځو د روغتیا موضوع ده."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا سترې محکمې یو کال وړاندې د جنین د سقط قانوني حق لغو کړ او په دې اړه پرېکړه یې د ایالتونو اختیار وګاڼه.

دا هم ولولئ د امریکا سترې محکمې د سقط جنین قانوني حق وروسته له ۵۰کالو لغو کړ 

ځینو قانون جوړوونکو د جنین سقط کوونکو ته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

د امریکا په کانګرس کې د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکې غړې، نانسي ماس وايي، په شمالي کارولینا کې د قانون جوړوونکو یوې وړې ډلې، دداسې یوې قانونې لایحه په جوړولو کار پیل کړی چې ښځې د حمل د سقطولو له امله محاکمه کوي

نوموړې زیاتوي: "دا کار به پر ښځو جنسي تېرې کوونکو ته زیات حقونه ورکړي. دا کار غلط پیغام ورکوي. د خلکو اکثریت غواړي، چې ښځې د حمل د سقط حق ولري، که موږ پر دغه افراطي لار ولاړ شو، موږ به ډېر څه له لاسه ورکړو."

د امریکا د سترې محکمې له تازه پرېکړې وروسته، ایالتي قانون جوړوونکي اړ دي چې د ښځو لخوا د حمل د سقط د حق په اړه لاس په کار شي.

د فلوریډا جمهوري غوښتونکي والي ران دي سانتیس، په ایالتي پارلمان کې جوړه شوې هغه قانوني لایحه لاسلیک کړه چې له شپږو اونیو وروسته د حمل پر سقط بندیز لګوي.

خو بلخوا بیا د میشګین والي د ۱۹۳۱ کال راپدیخوا نافذ هغه قانون لغوه کړی چې د حمل پر سقط یې بندیز لګولی و.

د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو څخه وړاندې په امریکا کې د حمل سقط یوه مهمه موضوع ګرځېدلې. د امریکا ولسمشر جو بایډن د سترې محکمې اوسنۍ پرېکړه ستایلې، او زیاته کړې یې ده چې دی به د ښځو د حمل د سقط د حق د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.