کروناسره مبارزه؛ امریکا افغانستان ته ۳۶ میلیون ډالر ورکړل

د امریکا حکومت وایي د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې له لارې یې په افغانستان کې د کویډ۱۹ د مبارزې لپاره یې ۳۶.۷ ملیونه ډالر ځانګړي کړي او ۹۰ ملیونه ډالر یې د نړیوال بانک د لارې د افغانستان د روغتیا او پوهنې وزراتونو سره مرسته کړې ده.

په کابل کې د امریکا شازدافیر، راس ولسن وایي دا " زمونږ ګډ مسؤلیت دی چې د کویډ۱۹ د خپریدو مخه ونیسو". ښاغلي ویلسن همدارنګه ویلي چې دا مرستې د افغانستان سره په حساس وخت کې کیږي.

دا د هغو مرستو برسیره د افغانستان سره کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخوا اعلان کړې وې.

په تازه مرستو کې ۳.۱ ملیون د هغو افغان کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ځانګړې شویدي چې د بهرنیو هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شویدي.

د امریکا حکومت وایي د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا یې په افغانستان کې په پرمختیایي کارونو کې یې شاوخوا ۹۱ ملیارده ډالر مصرف کړي.

امریکا پداسې حال کې د افغانستان د حکومت سره دا مرستې کوي، چې هغه هیواد کې د کرونا د مثبتو پیښو شمیر تقریباً ۳۶ زرو ته رسیدلی. د کرونا ویروس تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۲۵ کسان مړه کړي هم دي.