ارگ امریکا ته د رباني د سفر د مخنیوي خبر رد کړ

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر په واشنګټن کې په یوې غونډې کې ګډون وکړي، خو سفر یې ونشو.

یک تلویزیون د ځینو حکومتي‌ چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ګواکي ارګ و امریکا ته د افغانستان د باندنیو چارو د وزیر د سفر مخ نیوې وکړ. تیره اونۍ واشنګټن د اسلامي حکومت یا داعش ډلې ضد د نړیوال ائتلاف د غړو هیوادنو د یوې غوڼدې کوربه و. ټاکل شوې وه چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني، هم پدغه غونډه کې برخه واخلي خو امریکا ته د ښاغلی رباني سفر لغوه شو. د ښاغلي رباني پر ځاې په امریکا کې د افغانستان سفیرې، رویا رحماني، د داعش خلاف غونډه کې برخه واخیسته.‌

یک تلویزیون بې لدې چې د کوم چا نوم واخلي راپور ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي رباني د سفر مخ نیوی وکړ.

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د یک تلویزیون دغه راپور "درواغ" بللي.‌ ښاغلي چخانسوري دا ندي ویلي چې ولې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر د واشنګټن په غونډه کې ګډون ونکړ.‌

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند صبعت الله احمدي بیا ویلي چې ښاغلی رباني "د کورنیو مصروفیتونو په وجه" امریکا ته نه ولاړ.‌

ښاغلي رباني څو کاله وړاندې د افغانستان ملي شورا د باور رایه له لاسه ورکړه خو لا هم پخپلې دندې پاتې شوی دی.‌ نوموړی چې د جمعیت اسلامي د ګوند مشري هم کوي په را-روانو ټاکنو کې یې د ډاکټر عبدالله له نوماندۍ ملاتړ کړی دی.‌