د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې لا هم په کې د ګوزڼ وېروس ژوندی دی او ماشومان پرې اخته کېږي.
حنان بلخي په شرقي مدیترانې کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ایز مشر په یو انلاین خبري کنفرانس کې ټېنګار وکړ چې د پولیو او نورو ټولو انتقالېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د هڅو او نظارت لپاره د امریکا مرستې حیاتي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د ۹۰ ورځو لپاره د متحدو ایالتونو د تقریبآ ټولو بهرنیو مرستو د بندولو فرمان ورکړ، چې ارزونه وشي دا مرستې د «امریکا لومړۍ» له تګلارې سره برابرې دي، که نه.
ټرمپ همدغه راز د خپل جمهوري ریاست په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالتونه د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وباسي.
نوموړي په خپل فرمان کې دا سازمان د کرونا وبا او نورو نارغیو په مخنیوي کې په خراب مدیریت تورن کړی او ویلي دي، چې دغه سازمان نه دی توانېدلی ضروري اصلاحات راولي د خپلو غړو هېوادونو له نامناسب سیاسي نفوذ څخه خپل استقلالیت څرګند کړي.
بلخي د روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا د اېستلو په اړه د ټرمپ اعلان «د تاسف وړ» وباله او ویې ویل چې دغه هېواد له لسیزو راهېسې په شرقي مدیترانې کې د دغه سازمان عمده ملاتړی دی.
حنان بلخي د سعودي عربستان دی او خبرې یې ژباړل کېدې، هغه وویل: «د پولیو په ختمولو کې د متحدو ایالتونو مرستې قاطعانه وې. په اوسني وخت کې موږ د نړۍ په دوو هېوادونو، پاکستان او افغانستان کې، د پولیو د ختمولو وروستي پړاو کې یو.»
په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیسو ۷۳ پېښې ثبتې شوې او په افغانستان کې ۲۵ پېښې. په پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال پیل کې د پولیو د یوې پېښې د ثبت کېدو خبر ورکړل شو.
بلخي وویل د روغتیا نړیوال سازمان چمتو دی، هغه اصلاحات چې امریکا یې وړاندیز کوي، راولي.
نوموړي زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې د بودیجې د کموالي له کبله وار دمخه د دغه سازمان حیاتي عملیاتونه کمزوري شوي او «موږ د خپل پیغام د قوي کېدو لپاره ستاسو مرسته غواړو- د ژوند د ژغورنې، روغتیايي سیستمونو د بیا رغونې او میلیونونو انسانانو ته د هیلې په ورکولو کې له موږ مرسته وکړئ.