کانګرس له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه بلینکن احضار کړ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن احضار کړی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه شاهدي او پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

د دغې کمیټې رئیس مایکل مک کال، بلینکن ته د یو لیک په استولو سره ویلي چې باید هغه د سپټمبر په ۱۹ مه ددغې کمیټې د غړو په وړاندې حاضر شي، که نه نو د پارلمان مجلس ته د سپکاوي تور به پرې ولګول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر وویل چې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لخوا په ټاکل شوې نیټه بلینکن د لاسرسي ړو ندی، خو د مک کال غوښتنې ته د غور لپاره یې "مناسب بدیلونه" وړاندیز کړي دي.

میلر په یوه بیان کې وویل: "دا د مایوسۍ خبره ده چې د بهرنیو چارو وزارت سره په ښه نیت د تعامل د دوام پرځای کمیټې [د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې] یوه بله غیر ضروري احضاریه صادره کړې ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې بلینکن تر اوسه د افغانستان په اړه ۱۴ ځلې کانګرس ته شاهدي ورکړې او یوازې څلور ځله د جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته چې مشري یې مک کال کوي حاضر شوی دی.

هغه دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت دې کمېټې ته له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه څه دپاسه شل زره پاڼې اسناد او معلومات وړاندې کړي دي. د میلر په وینا، په تیرو میاشتو کې کانګرس له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په بهیر کې دخیل یو شمیر امریکایي چارواکي د شاهدۍ لپاره بللي دي.

مک کال، بلینکن ته په استول شوي لیک کې د سې شنبې په ورځ سپتمبر ۳ (وږي ۱۳) لیکلي چې اوسني او پخوانیو امریکايي چارواکو تائید کړې چې انتوني بلینکن له افغانستان څخه د پوځي وتلو د بهیر په تړاو په مسلو کې "وروستی پریکړه کونکی" و.

بلینکن ته د مک کال په لیک کې لیکل شوي: "پدې خاطر تاسې پداسې موقعیت کې یاست چې د وتلو د فاجیعه لرونکو اشتباهاتو د مخنیوي سره د کمک په هدف د احتمالي قولنینو په اړه لکه د بهرنیو چارو وزارات د قانوني صلاحیت د اصلاح لپاره د کمیټې ملاحظاتو ته ځواب ووایاست.."

مک کال چې له څو کلونو راهیسې له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د وتلو په اړه څېړنه کوي، بلینکن په داسې حال کې احضار کړی چې د نومبر د پنځمې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو پېښې خورا قطبي شوې دي.