د پوتین سلاکار: د اوکراین د اوربند طرحه کې باید د روسیې دریځ هم شامل وي

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري یوشاکوف

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري یوشاکوف ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا پلان یوازې د اوکراین دریځ څرګندوي او د هغه په وینا په دې پلان کار کول اړین دي او باید د روسیې دریځ په کې شامل شي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویتکوف د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) مسکو ته رسېدلی چې دغه پلان روسي چارواکو ته وړاندې کړي.

د اوکراین استازو په سعودي عربستان کې له امریکايي چارواکو سره د کتنې پر مهال په دغه پلان موافقه کړې ده.

یوشاکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې مخکې د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د اوربند پلان ته په اشارې سره وویل: "اړتیا ده چې پر دې کار وشي، پرې فکر وشي او زمونږ دریځ ته پام وشي."

یوشاکوف وویل چې مسکو غواړي د موقتې موافقې پر ځای چې اوکراین ته "تازه فرصت" ورکوي، هر ډول جوړجاړی او توافق باید اوږدمهاله وي او د مسکو ګټې تامین کړي. هغه وویل، د ۳۰ ورځني اوربند طرحه "بیړه ناکه" وه او «د اوږد مهاله موافقې په ګټه نه ده.

ددې سره هم مهاله روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې پوځ د روسیې د کرسک سرحدي سیمې له ځینو ښارونو څخه اوکرایني ځواکونه ایستلي او ددغه ښارونو کنترول یې ترلاسه کړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د اوربند د پلان په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل: "که وکولی شو د روسیې مخه ونیسو، نو بشپړه اوربند ته رسیږو او فکر کوم چې وضعیت به هیڅکله بیرته جګړې ته لاړ نشي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ وویل، دا چې روسیې تر اوسه دې وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ورکړی، دا ښيي چې مسکو سوله نه غواړي.

تر خبرو اترو مخکې، مسکو خپله سره کرښه انځور کړې او په اوکراین کې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو سره یې مخالفت کړی او پر روسیې یې د لویدیځ له خوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.