د امریکایي جنرال خبرداری: چین په ستر فضایي ګواښ بدل شوی

د چین شینزو ۱۵فضایي بیږۍ

د متحده ایالاتو د فضايي عملياتو مشر وايي، د څو کلونو په ترڅ کې د وسلو د زياتېدونکي سيالۍ له امله فضا په بنسټيزه توګه بدله شوې او چين «تر ټولو ننګونکی ګواښ» شوی دی.

جنرال براډلي چانس سالټزمن یوې ډلې خبریالانو ته وویل چې "موږ د خپلو ستراتیژیکو سیالانو لخوا د بیلابیلو وسلو د تولید شاهدان یو."

هغه د مونشن د امنیتي غونډې په څنډه کې وویل: "تر ټولو ننګونکی ګواښ چین او هم روسیه دي چې د سپوږمکۍ ضد توغندي یې تولید کړي؛ هغه میزایل چې د ځمکې په مدار کې د هدف په نښه کولو توان لري."

دغه امريکايي جنرال زياته کړه چې په فضا کې د فعاليت ماهيت په بشپړه توګه بدل شوی او د ټولو څخه زیات د چين او روسيې له خوا ازمويل شويو وسلو په دې بدلون کې رول درلودلی دی.

په فضا کې د وسلو سیالي

په فضا کې د وسلو سیالي نوې خبره نه ده. په ۱۹۸۵ کې، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په بریالیتوب سره په فضا کې یوه سپوږمکۍ د یو میزایل په واسطه چې د ځمکې څخه توغول شوی و له منځه یوړه.

له هغه وروسته چین په ۲۰۰۷ او هند په ۲۰۱۹ کال کې هم ورته ازموینې وکړې.

د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې، یو امریکایي جنرال وویل چې د ځمکې په مدار کې دوه روسي سپوږمکۍ د امریکا د استخباراتو سپوږمکۍ تعقیبوي.

د ۲۰۲۱ په وروستیو کې، روسیې د خپل ځواک ښودلو لپاره له ځمکې څخه د میزایل په توغولو سره خپله یوه سپوږمکۍ له منځه یوړه. ناټو دغه اقدام یو "غیر مسؤلانه عمل" وباله.

جنرال براډلي چانس سالټزمن زیاته کړه چې "دښمنان په فضا کې نفوذ کوي ... په نښه کوي او د خپلو وسلو واټن زیاتوي" او دې شتون فضا بدله کړې ده.

د نړۍ هېوادونه په ندرت سره په فضا کې د خپلو پوځي فعالیتونو په اړه معلومات شریکوي، خو امریکا چې په ۲۰۱۹ کال کې یې خپل فضايي ځواکونه اعلان کړل، وړاندوینه وکړه چې روسیه او چین به په دې برخه کې له امریکا مخکې شي.

دغه امریکايي جنرال همدا راز زیاته کړه چې په فضا کې مبارزه بدله شوې او اوس د سپوږمکۍ د له منځه وړلو لپاره د توغندیو د کارولو پر ځای د لیزر وسلو یا کوچنیو ځواکمنو الکترومقناطیسي څپو په مرسته سپوږمکۍ په نښه کېږي.

د متحده ایالاتو د فضايي عملیاتو مشر زیاته کړه چې باید ډاډ ترلاسه شي چې د دې ټولو دفاع وشي.

نوټ: له ګرانو لوستونکو څخه په بخښنې سره، د دې مقالې لومړۍ نسخه د متحده ایالاتو د سنا د غړي اګوس کینګ عکس سره خپره شوې وه چې اوس د چینایي فضايي بیړۍ د توغولو په عکس سره سمه شوه.