امریکا په یمن کې د حوثیانو په اهدافو هوایي بمباري کړې

آرشیف

د متحده ایالاتو پوځ شنبه ډسمبر ۲۱ ( مرغومي لومړۍ) وروسته تر هغه په یمن کې د حوثي یاغیانو په نظامي اهدافو هوایي بریدونه وکړل چې دې یاغیانو څو ساعته وړاندې د اسرائیل په تل ابیب ښار باندې توغندي وار کړل چې ګڼ شمیر کسان پکې ټپي شول.

دا په تیرو دوو ورځو کې دویم ځل و چې حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په اسرائیل توغندي وار کړل چې ۱۶ تنه پکې ټپي شوي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې په تازه هوایی بمباریو کې د حوثي یاغیانو د توغندیو یوه ذخیره او د سوق او ادارې یو مرکز په نښه شوی خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

امریکایي ځواکونو همدارنګه ویلي چې د یمن په پایتخت صنعا کې د حوثي یاغیانو پدې نظامي اهدافو تر هوایي برید څخه وړاندې په سرې بحیرې کې د دې یاغیانو ګڼ شمیر بې پیلوټه یا ډرون الوتکې او د کښتیو ضد د کروز یو توغندی هم نسکور کړی.

د المسیره تلویزیون چې حوثي یاغیان یې چلوي په صنعا کې برید تائید کړی او پر ته لدې چې د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې نور معلومات ورکړي، یوازې دومره ویلي چې دا د "لویدیځو هیوادونو تیری دی".

حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ ادعا کړې چې په اسرائیل باندې د توغندیو برید دوي کړی او دا یې هم ویلي چې په اسرائیل کې دننه یې نظامي اهداف په نښه کړیدي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې د یو توغندي په شنډولو کې پاتې راغلي او له همدې کبله د سیمې ډیر شمیر اوسیدونکي اړ شوي و چې خپل کورونه پریږدي او نورو ځایونو ته کډه شي.

سره لدې چې حوثیانو ویلي چې په اسرائیل کې یې نظامي اهداف په نښه کړي خو د اسرائیل پوځ بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې بریدونو کې ملکیان په قصدي توګه په نښه شوي.

په یمن کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د ۲۰۲۳ میلادي نومبر میاشتې راهیسې په سرې بحیرې او عدن خلیج کې په سوداګریزو او نورو کښتیو باندې بریدونه کوي او وایي چې دا کار په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل جګړې په غبرګون کې کوي.

متحده ایالاتو او بریتانیا د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې په سرې بحیرې او د عدن په خلیج کې پر بېړیو باندې د یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کوي.

په کابو یو کال کې د حوثیانو په څه باندې ۱۰۰ بریدونو کې دوه بېړۍ ډوبې شوي دي او څلور کسان په کې وژل شوي دي. حوثي یاغیانو همداشان د تېر کال په نومبر کې یوه بېړۍ او ټوله عمله یې وتښتوله چې لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.