امریکا استخباراتي ادارې: مکسیکو سرحد نه، شمالي کوریا خطر ده

د امریکا د استخباراتي ادارو مشرانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ برعکس ویلي چې امریکا ته د شمالي کوریا نه خطر متوجه دی.

د امریکا استخباراتي ادارو FBI, CIA او د ملي امنیت ادارې مشرانو د جنورۍ په ٢٩ کانگرس ته ویلي دي چې داسي نه ښایي چې شمالي کوریا دې خپل د اتومي وسلو پروگرام بند کړي، د اسلامي دولت ډله اوس هم گواښ دی او د ایران سره د اتومي وسلو په سر موافقه گټوره ده.

د استخباراتي ادارو مشرانو د مکسیکو سره د سرحد په اړه هیڅ ندي ویلي. ولسمشر ټرمپ د سرحد د امنیت د ټینگولو په اړه د بیړنۍ حالت د نافذولو خبرداری ورکړی و.

د استخباراتي ادارو د مشرانو دغه څرگندونی د ولسمشر ټرمپ د هغه ادعاگانو برعکس دي چې وایي امریکا د سرحد د حفاطت زیاتولو ته سخت اړ دی ځکه دا امریکا ته د تر ټولو لوی گواښ پیښوي.

د ملي امنیت مشر ډان کوسټا وویل چې د استخباراتي معلوماتو په اساس دا ویلی شي چې شمالي کوریا د اتومي پروگرام د ختمولو په اړه اقدامات ندي کړي.

ولسمشر ټرمپ په کانگرس فشار راولي چې د مکسیکو سره په سرحد د دیوال لپاره دې ورته بودیجه ورکړي چې په دی مسله د امریکا د فیډرالي حکومت ځینې برخې د ٣٥ ورځو لپاره تړل شوې وی خو د استخباراتي ادارو په وینا د مکسیکو سرحد نه بلکه د شمالي کوریا د اتومي وسلو پروگرام امریکا ته خطر پیښوي